«افغانستان ته تازه نفسه طالبان راغلي دي»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبهد افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي چې طالبان باور لري چې سږ کال به هغوی بریالي کیږي. طالبانو افغانستان ته د تازه نفسو جنگیالیو په لېږلو سره، رواني جنگ هم پيل کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې طالبانو اعلان کړی دی چې «ناټو په افغانستان کې ماته خوړلې ده، کار ختم دی او تر ۲۰۱۴ کال وروسته بريا د هغوی په برخه ده.»
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف له ویاند سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ د معلومات په اساس ټولې هغه مدرسې چې کولای یې شوای له طالبانو سره د جنگیالیو په برخه کې مرسته وکړي، اوس تړل شوې دي او خپل طالبان یې افغانستان ته د انفجاري او انتحاري بریدونو د ترسره کولو په موخه را استولي دي.»
روان کال د افغانستان له پاره ډیر مهم دی. د همدې کال په دوبي کې به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هيواد مسئولیتونه پر غاړه واخلي. او د راتلونکې کال تر پایه پورې به بیا ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.
په داسې حال کې چې یو شمیر کارپوهان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښنه لري، خو د افغانستان د امنیتي چارواکو په حواله که څه هم اوس له افغانستان څڅه په لسونو زره بهرني سرتیري وتلي دي، خو بیا هم د دغه هیواد په کومه سیمه کې امنیتي خلا نه ده رامنځ ته شوې.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي چې طالبان د داسې یوه افغانستان په هیله دې هیواد ته راغلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې کنترول په لاس کې واخلي. هغه وایي: «هغوی داسې فکر کوي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او هغوی به وشي کولای چې په افغانستان کې بدلون راولي.»
د افغانستان چمتوالی
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي افغانانو ته ډاډ ورکوي چې طالبان نه شوي کولای په امنیتي وضعیت کې هیڅ ډول بدلون رامنځ ته کړي.
ښاغلي عظیمي وویل کونړ او د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالي د طالب جنگیالو د راټولېدو دوه مهم ځایونه ول، خو هغوی په دغو سیمو کې هم و نه شو کولای چې د افغان امنیتي ځواکونو له عملیاتو سره دي مقاومت وکړي. عظیمي وویل:
«زه غواړم د افغانستان خلکو ته په ښکاره ډول ووایم چې د دغه هیواد دښمنان په هیڅ صورت په حالاتو کې بدلون نه شي رامنځ ته کولای.»
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جگړې توان نه لري. د هغه په خبره طالبان یوازي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې کله نا کله د تهاجمې يرغلونو توان لري، چې هغه هم ډیر ژر پر شا تمبول کیږي.