1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهسپانیا

درې هيوادونه: د می پر ۲۸ به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنو

۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبه

ناروې، آیرلنډ او هسپانيا اعلان کړی دی چې غواړي د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپیژني. اسرائیل د دغو هيوادونو پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی دی چې دا ډول اقدام به «د ترهګرۍ او بې ثباتۍ د لا ډیریدو لامل شي.»

https://p.dw.com/p/4g9MZ
Irland Ire mit Handtrommel in Palästina-Optik In Dublin
دا ګډ اقدام په داسې وخت کې کیږي چې اسرائیل د حماس له ملېشو سره په جګړه کې دی.انځور: Artur Widak/NurPhoto/picture alliance

ناروې او هسپانيا د چهارشنبې په ورځ (د می ۲۲) اعلان وکړ چې د رواني مياشتي پر ۲۸مه به یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني. آیرلنډ هم له دغو دوو هيوادونو سره یو ځای شوی او اعلان یې وکړ چې په همدې نېټه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره، وویل: «د [فلسطین دولت] په رسمیت نه پیژندلو پرته به په منځني ختیځ کې سوله نه وي.» د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو سره ناروې د عربستان د سولې د پلان ملاتړ کوي.»

همدارنګه د هسپانيا لومړي وزیر پیډرو سانچیز، د چهارشنبې په ورځ د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې وویل چې پر ټاکل شوې نېټه د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژني.

سانچیز په مارچ میاشت کې ویلي ول چې هسپانيا به د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو کې لومړی ګام پورته کړي او وروسته یې څرګنده کړه چې دا کار به له نورو هیوادونو سره په همغږۍ وکړي.

سانچیز په غزې تراډه کې د احتمالي اوربند او د هغه د اقدام ملاتړ ترلاسه کولو له پاره اروپا او منځني ختیځ هیوادونو ته څو سفرونه کړي دي. هغه څو څو ځله دا خبره تکرار کړې ده چې د دې ډول عمل له پاره ژمن دی.له هغه وروسته آیرلنډ هم اعلان وکړ چې له ناروې او هسپانيا سره به په ګډه یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د آیرلنډ لومړي وزیر سیمون هاریس وویل چې دا د دریو هیوادونو ترمنځ د همغږۍ هڅه وه. هغه دغه اقدام «د ایرلنډ او فلسطین له پاره یوه تاریخي او مهمه ورځ» وبلله.

هاریس وویل چې د دې اقدام هدف د اسرائیل او فلسطین شخړې ته د دوو دولتونو په حل کې مرسته کول دي. هغه دا ډول حل لاره د اسرائيل او فلسطینیانو له پاره د سولې او ثبات د تامین یوازنۍ معتبره لار وبلله.هغه وویل، چې تمه لري د نورو هیوادونو مشرانو سره له خبرو وروسته په راتلونکو اونیو کې نور هیوادونه ورته اقدامات اعلان کړي.

دا ګډ اقدام په داسې وخت کې کیږي چې اسرائیل د حماس له ملېشو سره په جګړه کې دی. حماس چې د امريکا متحده ايالاتو، اروپايي اتحاديې، جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو له خوا د تروريستي سازمان په توګه طبقه بندي شوی، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر اسرائيل ستر بريدونه وکړل او شاوخوا ١٢٠٠ کسان يې ووژل چې ډېرى يې ملکي وګړي وو.

وروسته له هغې اسرائيل په غزې تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس د روغتیا وزارت په وینا په پایله کې یې تر ۳۵ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

اسرائيل د دغو دریو اروپایي هیوادونو ګام غندلی

اسرائیل د دغو دریو هیوادونو د دغه اقدام په اعتراض کې له ناروې، ایرلینډ او هسپانيا څخه خپل سفیران وربللي دي. اسرائيل خبرداری ورکړی دی چې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه به د «ډیر تروریزم او بې ثباتۍ» لامل شي.

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

د اسرائيل حکومت تر دې مخکې د دوو دولتونو په حل کې د فلسطیني دولت غوښتنې رد کړې وې. د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر یسرائیل کاتس، د دریو اروپایي هیوادونو دا عمل غندلی او ویلي یې دي چې دا پریکړه «د حماس او ایران جهادیانو ته انعام ورکوي.»

کاتس زیاته کړه: «آیرلنډ او ناروې غواړي چې فلسطینیانو او نړۍ ته یو پیغام واستوي چې تروریزم نتیجه ورکوي.» هغه وویل چې دا ډول اقدام به د غزې په جګړه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون هڅې له خنډ سره مخامخ کړي.

 

af/si/na/zn/nz (Reuters, AFP)