د خرما بېل ډولونه په يو بازار کي ـ انځورونه
خرما د مسلمانو له پاره يو غوره ميوه ده. په تيره د روژې په مبارکه مياشت کې دغې ميوې ته تقاضا ډيره زياته کيږي. خو سږکال د کرونا وبا د خرماو پر تجارت هم يو څه اغېزې شيندلي. دلته د يو شمير خرماوو ډولونه وپيژنئ:
عجوه
عجوه د سعودي عربستان خرما ده. دغه خرما چې په روژه کې يې تقاضا زياتيږي په ښارونو کې لږ پيدا کيږي. اوس مهال په بازار کې يوازې هغه چې له کرونا څخه مخکې وارد شوي دي، پيدا کيږي.
ګرانې خرماوې
د سعودي عربستان څخه وارد شوې خرماوې د نورو ملکونو د خرماوو په پرتله ګرانې دي. په پاکستان کې يې اوس يوه کيلو تر نژدې دوه نيم زره کلدارو هم خرڅيږي چې نژدې ۱۲۰۰ افغانۍ کيږي.
مضافاتی
مضافاتي خرماوې د ايران دي چې ډير ډولونه لري. د دغو خرماو واردات يوازې د روژې مياشتې تر نيمايي وروسته کيدلای شي.
تر ټولو ښې
د ايران په مضافاتي خرماو کې تر ټولو ښه ډول يې «رطب مضافاتي» ډوله هغه دي. دغه خرماوې په وړو قوطيو کې مارکيټ ته راځي چې په قوطيو کې په ډير ښه نظم دانه دانه ايښودل شوي وي.
د خيرپور خرما
ښږکال په پاکستان کې د ايرانۍ خرماوو د کمښت له امله، د خلکو تقاضا د پاکستان د خيرپور ولسوالۍ په خرماوو پوره کيږي.
د خيرپور خرماو بيه
اوس مهال په پاکستان کې د خيرپور ضلعې/ولسوالۍ خرما يو پاکستانی من په ۶۵۰۰ کلدارو خرڅيږي چې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانۍ کيږي .
د ايران يو بل ډول خرما
په ايراني خرماو کې يو ډول يې (رطب مضفاتي) دي. دغه خرماوې يو څه وچې دي. يوه کيلويې اوس په پاکستان کې د ۳۵۰ او ۴۰۰ کلدارو پورې خرڅيږي چې شاوخوا ۱۹۰ افغانۍ کيږي.
د بم خرما
ايران، د خرماو ډير ډولونه لري چې په هغو کې يو يې هم د بم خرما دي. بم، د ايران د يوې سيمې نوم دی چې ډيره خرما لري.
ربئیی
ربئيي د سعودي عربستان يو ډول خرما ده. خو سږکال د کرونايي محدوديتونو له وجې دغه خرماوې په بازار کې نشته.
ايرانۍ خرماوې
د کراچۍ په منډيي کې د سعودي عربستان د خرماو خلاف، ايرانۍ خرماوې په کافي اندازه موجودې دي. په دغه منډيي کې د حکومت د سختو سپارښتنو سربيره، خلک د ماسکونو پرته ليدل کيږي.