1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د«ایان» سخت طوفان د فلوریدا پر خوا روان دی

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

په کیوبا کي تر سختو خرابیو او لږ تر لږه دوو کسانو تر مړه کیدو وروسته د«ایان» سخت طوفان(هِریکېن) د فلوریدا پر خوا ورروان دی او نور هم شدید کیږي.

https://p.dw.com/p/4HTLu
Florida | Hurrikan Ian
انځور: NOAA/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د فلوریدا ایالت چارواکي د هغه د سختو عواقبو څخه خبرداری ورکوي او د خلګو د تخلیې او خپلو کورنو پریښولو توصیه یې کړې ده. د دغه ایالت د هواپيژندني ادارې اوس (هِریکېن) د څلورمي کټه ګورۍ څخه پنځمي ته پورته کړی دی. نن سهار وختي دغه طوفان په ساعت کي په ۲۲۰ کیلومتره سرعت سره د مکسیکو خلیج ته ورسیدی. هغه اوس د فلوریدا د غربي ساحل ۱۲۵ کیلومترۍ ته رسیدلی دی، چي د همدغي ادارې په خبره به سخت مالي او ځاني تاوانونه، خطرناکه بادونه او سیلابونه رامنځته کړي.