1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش کمزوره شوی خو لا خطرناک دی»

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

«اسلامي دولت» نوره یوه پياوړې ترهګریزه ډله نه ده او تر ډیره بریده ترخاورو لاندې شوې ده. د دغې ډلې مالي سرچينې بندې او وسلې یې محدودې شوي دي. خو دغه ډله اوس له نوي تکتيک څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/3nEL6
Salafist - Deutschland
انځور: Imago/Reporters/M. Meuris

په دې وروستیو کې د سوریې په شمال کې د «الهول» په نامه د بندیانو له پاره جوړ شوي کمپ څخه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په مرسته دوه ښځې او ۱۲ ماشومان بیرته آلمان ته واستول شول. دوی د بشردوستۍ په اساس بیرته ستون کړل شوي دي، خو کردي ځواکونو چې د دې سیمې کنترول په لاس کې لري، د دغو کسانو په وتلو سره د آرامۍ سا اخیستې ده.

په دې کمپ کې شاوخوا ۶۴۰۰۰ کسان ژوند کوي چې ډیری یې د اطرافي سیمو اوسیدونکي دي، هغه سیمې چې د مودو راهیسې د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندې وې.

ملګرو ملتونو په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې په دې کمپ کې ساتل شوي کسان اکثره د سوریي او عراق اوسیدونکي دي، خو ۹۵۰۰ تنه یي د نورو هیوادونو، چې زیاتره یي اروپایان یا د اروپايي تابیعیت درلودونکي دي.

هر هغه کس چې له کمپ څخه وځي، د کمپ د مامورينو او ساتونکو پر اوږو بار کمیږي. دوی د څو میاشتو راهیسې د کمپ پر خالي کولو ټینګار کوي. په اول قدم کې د دې له پاره چې ډیري بندیان تر اوسه پورې هم د داعش مفکورې تر اغیز لاندې دي، د ترهګرو ایډیالوژي خپروي او بالقوه ګواښ ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی، که دغه کسان د یوه پاڅون په جریان کې له کمپ څخه تیښته وکړي، بېله ځنډه به له داعش یا نورو جهادي ډلو سره یوځای شي.

خلافت په سیوري کې

د دویچه ویله همکار کرستن کنیپ، په دې اړه په یوه شننه کې لیکي: «واقعیت دا دی چې داعش اوس کمزوري تشکیلات لري، او هغه کسان چې له دوی سره یوځای کیږي، له یوه داسې سازمان سره مخامخ کیږي چې یوازې سیوری یي پاتې دی.»

د داعش د لومړیو کلونو ویره لمنځه تللې ده. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کالونو کې د«اسلامي دولت» ډلې تر پاشل کیدو وروسته په دې ډله کې هیڅ ډول تنظیمي یا سمبولیک تحرک شتون نه لري.

د لندن په سلطنتي کالج کې د امنیتي څیړنو استاد پتر نویمان دویچه ویله ته وویل، د پنځه کاله مخکې وضعیت په پرتله په ښکاره ډول داعش ډله منحل شوې ده. نوموړی وایي: «د خلافت هغه مفکوره چې په ۲۰۱۴م کال کې عنوان شوې وه، نور جذابیت نه لري.»

سربیره پر دې داعش په عراق کې هم په شدت سره تر کنترول لاندې دی. دغه شدید نظارت د سازمان د بیرته نوې کولو، د وسلو تامین او نورو سرتیرو جذبولو په برخه کې ساحه تنګوي.

د مالي سرچینو له لاسه ورکول

د تروریزم د مسائلو کارپوه جاسم محمد هم د داعش د کمزورې کیدو په اړه ورته نظر لري. نوموړی وایي «داعش اوس په عراق کې ۳۵۰۰ او په سوریې کې ۴۰۰۰ جنګیالي لري او په دغو دواړو هیوادونو کې د داعش ماتې او پرشاتګ ته په کتلو سره نه شي کولی ننګونکي عملیات ترسره کړي.»

نوموړی په عین حال کې د وسلو ترلاسه کولو له پاره د داعش هڅو ته اشاره کوي. د تروریزم د مسائلو دغه شنونکي د عراق دولتي رپوټونو په استناد دویچه ویله ته وویل: «داعش اوس یوازې سپکې وسلې په اختیار کې لري. سربیره پر دې داعش په نړیواله کچه د خپل مالي او ارتباطي شبکې یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده.»

په تاکتيک کي بدلون

د جاسم محمد په اند که داعش وغواړي عملیات ترسره کړي، په حد اکثر لس کسیزه ډله کې یې ترسره کوي. نوموړی زیاتوي دا چې په ټوله نړۍ کې د داعش مالي سرچينې تر څار لاندې دي، نو د عملیاتو د ترسره کولو توان یي له لاسه ورکړی دی.

خو سره له دې ټولو د داعش خطر ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي. پروفیسور نویمان وایي: «اسلامي دولت د تکتیک په بدلولو سره اوس هم فعاله ده؛ د هغو له جملې څخه په اروپا کې.»

د هغه په خبره داعش په یوه داسې موقف کې نه دی چې پراخ عملیات ترسره کړي، خو نوی تکتیک یي یوه نفره او محدود عملیات دي، د بیلګې په توګه هغه بریدونه یي چې په پاریس، نیس، وین او د آلمان په درسدن کې ترسره کړل. داعش په ډول غواړي وښيې چې لا هم شتون لري، او نوې انګیزې به را وپاروي.

جاسم محمد وایي چې داعش د افریقا په شمال او لویدیځ کې د پياوړې کیدو په حال کې دی او د لیبیا له هرج و مرج څخه په خپله ګټه استفاده کوي. دغه کارپوه یادونه کوي چې داعش د ایډیالوژیکي تحرکاتو سربیره، د افریقا پر لور د وسلو د قاچاق کولو د نویو مسیرونو د پيدا کولو په لټه کې دی.

آ./ش.ن./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (09.05.2016):