1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«داعش په ننگرهار کي درې ډاکټران ورونه وژلي دي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبه

د ننګرهار چارواکې وايي چې داعش د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې درې وروڼه وژلي دي. دوی ويلي دي چي هغوی درې سره د يوه ډاکټر زامن ول.

https://p.dw.com/p/2wU7k
Dschihad-Kämpfer im Irak
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ننگرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي دويچه ويله ته وویل چې داعش ډلي تېره شپه (د يکشنبې ورځي ماښام) د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ډاکټر نواب په نوم د یوه کس درې زامن وژلي دي.

هغه ويلي دي چې پېښه د چپرهار په تریلي سیمه کې رامنځته شوې او د داعش له لوري وژل شويو کسانو «نثار، نعیم او عبدالوهاب» هيڅ حکومتي دندې نه لرلې.

حکومتي سرچینې وايي، وژل شوي ټول درېواړه ډاکټران ول.

د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، تېره شپه د ډاکټر نواب درې زامن چې یو یې د طب محصل او دوه یې پخوا فارغ شوي ول، داعش ډلې له کوره ایستلي او سرونه يې ترې پرې کړي دي.

هغه وويل چې، د دغو کسانو پلار ډاکټر نواب هم تېر کال داعش ډلې په ډزو وواژه.

داعش ډلي تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ هم د ننګرهار روغتیاپالانو حکومت پړ ګاڼه چې د دوی او د کورنیو امنیت نه شي ساتلی او دغه راز یې لس ورځې وخت ورکړ، چې که چېرې یې ژوند خوندي نه شي، نو د ثور له ۱۱ نېټې وروسته به کاربندیز وکړي.

داعش ۱۱ کروندگر يرغمل کړي

د یوه بل خبر له مخې، تېره ورځ د ننګرهار له روداتو ولسوالۍ څخه داعش ډلې ۱۱ کروندګر یرغمل کړي دي.

که څه هم حکومتي سرچینې په دې اړه څه نه وايي؛ خو د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني دويچه ويله ته وویل، داعش ډلې تېره ورځ (يکشنبې) شاوخوا ۱۰ بجې د روداتو ولسوالۍ له زاخېل سیمې ۱۱ هغه کروندګر یرغمل کړي، چې د کوکنارو په کرونده کې یې کار کاوه.

نوموړي ویلي دي چي پرون ناوخته یې ترې دوه کسان راخوشې کړي او نهه ورسره پاتې دي.

په دې وروستیو کې چارواکي ادعا لري چې په ننګرهار کې یې داعش ډله له پښو غورځولې ده؛ خو اوس هم وخت ناوخت پر ملکیانو او حکومتي چارواکیو پر مخامخ ګوزارونو سربېره ښار او ولسوالیو کې غلچکي بریدونه هم کوي.

اميد ديدار/ جلال آباد

زموږ له ارشيف څخه: