1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش د کیمیاوي وسلو د جوړولو وړتیا لري»

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې یا CIA مشر جان برینن، ویلي دي چې ترهگره ډله «اسلامي دولت» تر اوسه پوري څو وارې کیمیاوي وسلې کارولي دي. برینن زیاته کړې ده چې داعش د کیمیاوي وسلو د جوړولو وړتیا هم لري.

https://p.dw.com/p/1HuDo
Aleppo Syrien Senfgas Anschlag IS Daesh
انځور: picture-alliance/AA/M.Omer

برینن له CBS تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ داسي پیښې لرو چې داعش له کیمیاوي وسلو څخه پکښې کار اخیستی دی.» د برینن دغه مرکه به د یکشنبې په ورځ په بشپړه توګه خپره شي.

تر دې مخکې داسې ادعاوي شوې وي چې داعش د کردي جنګیالیو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. په عراق کې د کردي جنګیالیو دغه ادعاوي بیا وروسته د آزموینو له لارې اثبات شوې هم وې.

داسې اټکل هم کېدی چې تروريستي ډلي «اسلامي دولت» یا خو د کیمیاوي وسلو کومه ذخیره ترلاسه کړې ده او یا خو هغوی د دغو وسلو د جوړولو موادو ته لاس رسی موندلی دی.

خو برینن په خپلو خبرو کې دې موضوع ته اشاره کړې ده چې د داعش ډله اوس د کیمیاوي وسلو د جوړولو وړتیا لري.

برینن ویلي دي: «داسې رپوټونه شته چې د داعش ډله د کیمیاوي وسلو د جوړولو موادو ته لاس رسی لري چې کولای شي ترې استفاده وکړي.»

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې ده چې د دې امکان شته چې داعش لویدیځو هیوادونو ته د کیمیاوي وسلو د راوړلو هڅه وکړي او بیا په دغو هیوادونو کې بریدونه ترسره کړي.

هغه ویلي دي: «له همدې کبله ډیره مهمه ده چې د هغوی د ترانسپورت او قاچاق هغه لارې چې دوی ورڅخه تر دې مخکې کار اخیستی دی، قطع شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې دوې ورځي مخکې د امریکا متحدو ایالاتو د ملي استخباراتو مشر جیمز کلپر، د خپل هیواد کانګرس ته وویل چې ترهگري ډلي «اسلامي دولت» کیمیاوي وسلې کارولي دي.