1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د خپل کنترول ساحه پراخه کړې

احمد ولي اڅکزی/ دویچه ویله۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

د داعش په نوم وسله والې ډلې په تيرو اوونيو کي د سوریې یو شمیر لویې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. او هره ورځ د نوو ظلمونو خبره کیږي. په عین وخت کې عراق له نوموړې تندلارې ډلې سره د جگړې په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/1CfYS
انځور: Reuters

داعش یا د عراق او شام له پاره اسلامي دولت چې اوس ځان ته یوازې «اسلامي دولت» وايي په ډیر لنډ وخت کي د سوريې په ختيځ کي هم نوي سیمې تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. يادي ډلې د سوريې ديرالزور، شاوخوا زياتي سيمي د نورو ياغي ډلو څخه ونیولې. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چي په دې توګه سره اوس د سوريې د ټولي خاوري يو پر درېمه برخه د «اسلامي دولت» نومې ډلې تر کنترول لاندي راغلې ده.

له هغې وروسته چي د داعش تندلارې وسله واله ډلې د سوريې په لوېديځ کي د ګاز د استخراج يوه ساحه تر خپل کنترول لاندي راوسته، نو پر انټرنټ د يوه جهادي کس ويډيو خپره سوه. دغه جهادي په آلمانۍ ژبه خبري کوي. په ويډيو کي ښوول کيږي چي دغه کس د مړو د جسدونو تر منځ روان دی او په نيمه عربي او نيمه آلماني ژبه وايي چي «دغه خنځيران، دغه حيوانات موږ ووژل.»

د بشر د حقونو فعالين وايي چي د ګازو د استخراج د دغې ساحې د نيولو پر وخت تقريبا ۲۷۰ انسانان ووژل سول. زياته سوې ده چي په دغو کي ځیني کسان په جګړه کي وژل سوي او ځیني نور بیا د جګړې وروسته اعدام کړل سوي دي.»

د سوريې په ګاونډي هيواد عراق کي هم د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې ډیرې سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. د عراق لومړي وزير نوري المالکي دغو تحولاتو ته په کتو سره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي ويلي دي: «موږ عسکرو ته اړتيا نه لرو، خو موږ د ځواکونو د تجهیزولو په کار کي مرسته غواړو. موږ هيله لرو چي هغه هيوادونه چي موږ ورڅخه د وسلو د رانيولو هيله کړې ده، راته ژر جواب راکړي.»

د نوري المالکي اشاره آلمان ته ده. هغه غواړي چي آلمان عراق ته وسلې ورکړي. مالکي د خپلې دغې غوښتنې له پاره دا دليل وړاندي کوي چي د عراق حکومت د «اسلامي دولت» د وسله والې ډلې پر ضد جنگیږي چي يوه ترهګره ډله ده او ټولې نړۍ ته يې خطر پېښ کړی دی. مالکي وايي چي عراق په يوازي سر دغه مبارزه پر مخ نه سي بېولای.

په عين وخت کي د ملګرو ملتونو سازمان نه يوازي پر داعش د بشريت ضد اعمالو تور لګوي، بلکه پر عراقي دولتي ځواکونو هم د بشري حقونو څخه د سرغړوني تور لګوي. ښايي دغه تورونه به له آلمان څخه عراق ته د وسلو د لېږد له پاره يو لوی خنډ وي.

د ميزيريور په نوم مرستندويه ټولنه د عراق په شمال کي د مهاجرو د لوی بحران څخه خبرداری ورکوي. د کاتوليکي کليسا ياده مرستندويه ټولنه وايي چي د جګړه ځپلو ښارونو موصول، فلوجه او تکريت څخه په لږو ورځو کي تر ۶۰۰ زرو څخه زیات انسانان د هيواد کُرد ميشتي سيمي ته کډه سوي دي. د کُردانو تر کنترول لاندي دغې سيمي ته د سوريايي مهاجرو ورتګ هم جريان لري. په دغو کي زيات کډوال د چښاک د پاکو اوبو، خوراک، د نظافت له پاره موادو، دارو درملو او جامو ته سخته اړتيا لري. ميزيريور وايي چي د کډوالو کورنۍ په ډېرو تنګو ځايونو او کږديو کي په لوی شمېر کي او په ډېره ګرمۍ کي اوسيږي چي له کبله يې د کولورا د ناروغۍ د خپرېدو خطر هم موجود دی.

په عراق کي د مسيحيانو د مشر لويس ساکو په وينا په عين حال کي په موصول کي اوسېدونکي ټول مسيحيان د دغې سيمي څخه تښتېدلي دي. داعش د جمعې په ورځ په دغه سيمه کي په لاسپيکرونو کي پر عيسويانو ږغ کړی وو چي يا خو د شنبې تر ورځي د موصول څخه ووزي او يا « ځان تيغ ته تيار کړي.»