د ۲۰۱۶ کال غوره فلمونه
سږ کال پای ته رسيږي. خو د کال غوره فلمونه کوم ول؟ تر ټولو زياتې پيسې کومو فلمونو وګټلې او ليدونکو کوم فلمونه خوښ کړل؟ د ۲۰۱۶ کال د ځينو غوره فلمونو انځورونه دلته کتلی شئ!
د ۲۰۱۶ کال غوره فلمونه
د احساساتو ډک فلم «زما زړه، زما ځيګر» فلمي لارښودې، ماېوېن، جوړ کړی دی. هغه د مينې يو داستان دی چې له تلوسې ډک هم دی. هغه د نندارچيانو په اند يو ښايسته فلم دی چې ځينې يې د کال غوره فلم هم بولي.
د «ښايسته فصل» په نوم فلم
کاترين کورسيني يوه بله فرانسوۍ فلمي لارښوده ده چې د مينې په هکله فلم يې جوړ کړی دی. يوه ځوانه ښځه له اطرافو څخه کوم لوی ښار ته مخه کوي او هلته له يوې بلې ښځې سره پېژني. موضوع پارونکې، خو له احساساتو ډکه ده.
د «حوض» په نوم فلم
د شپېتمو کلونو د «حوض» نومي فلم نوې بڼه له اصلي فلم څخه لا ښه ده. ايټالوي لارښود، لوکا ګوادانينو، څلور انسانان راپېژني، چې د سختې ګرمۍ او نامعلومو احساساتو په فضا کې ښکېل دي. سربېره پر دې ښايسته سينمايي انځورونه د دغه فلم بله ځانګړتيا ده.
پای
د «پای» په نوم فلم د فرانسوي فلمغاړي، ګيلوم نيکلو، زېږدنده ده چې د آلمان سينماګانو ته لا نه دی راوتلی. دغه فلم په ځنګل کې د يوه سفر کيسه کوي چې مشهور فلمي ستوری، ژېرار ديپارديو، پکې لوبيږي. دغه فلم له رموزو ډک دی چې د سړي ساعت هم ښه ورتېروي.
فرانڅ
بل فرانسوی فلم د لارښود، فرانسوا اوزون، توليد دی. دغه تور او سپين فلم «فرانڅ» نوميږي چې د فرانسويانو او جرمنيانو په هکله دی. د دغه فلم اصلي موضوع سوله او جګړه ده.
د پاچا له پاره هولوګرام
مشهور امريکايي لوبغاړی ټام هېنکس د فلمي لارښود، ټام توايکر په فلم کې لوبيږي. «د پاچا له پاره هولوګرام» يو پياوړی فلم دی چې د هېنکس تر څنګ نور لوبغاړي هم پکې ښه ځليږي. هغه ډېرې ټوکې او نازکې مسخرې هم رانغاړي.
ځوانه رڼا
دغه آلمانی فلم «ځوانه رڼا» نوميږي چې اوس تازه سينما ته راوځي. آدولف وينکلمن په اويا کلنۍ کې د خاطراتو ډک يو فلم جوړ کړی چې د پلار او زوی کيسه رانغاړي. هغه د موسيقۍ، خيالونو او احساساتو ډک دی.
پېټرسن
د جيم جارموش وروستي فلمونه مصنوعي او وچ ايسېدل. خو په «پېټرسن» نومي فلم کې د يوه شاعر بس چلونکي کيسه کيږي. هغه د ژوند د نېکمرغۍ او د شاعرۍ په اړه يوه په زړه پورې کيسه ده.
ستنېدونکی
دا چې د کال په اوايلو کې راوتلی، نو ځينو هېر کړی دی. خو د «ستنېدونکي» په نوم فلم د ۲۰۱۶ کال يو غوره فلم دی. د مکسيکو سينماګر، الېخاندرو ګونسالېز ايناريتو جوړ کړی دی چې يو ډېر بې رحمه، د تاوتريخوالي او تلوسې ډک داستان دی. لېوناردو دي کاپريو هم ډېر ښه پکې لوبيږي او له يوه يږه سره جنګيږي.
توني اېردمن
د آلمان بريالی فلم، چې د حيرانتيا سبب ګرځېدلی دی، بايد هم له پامه ونه غورځول شي. د کان د فلمونو له فستيوال وروسته يې بې شمېره جايزې ګټلې دي. خو هغه اصلا د مارېن ادېس په مشرۍ جوړ شوی يو ساده، د مسخرو او اشارو ډک فلم دی چې په هيڅ کوم ژانر يا کومه درجه بندۍ کې نه ځاييږي. هغه د کال يو غوره، خو د حيرانتيا وړ يو فلم هم دی.