د یوې ۹ کلني پاکستانۍ نجلی نوم د ګینس په کتاب کي ثبت سو
۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبهاوس ټوله چاپي، صوتي او تصویري رسنۍ د لاهور په شرق کي د زده کونکې ناتالیا نجم په هکله رپوټونه ورکوي. دغه نجلۍ اوس په پاکستان کي ډیره مشهوره سوې ده.
ناتالیا وکولای سول د همدې عیسوي کال د جولای په اخره کي د وخت تر سخت فشار لاندي د کیمیاوي عناصرو تسلسلي جدول یا مندلیف جدول ترتیب کړي. هغې دغه سوال په فقط ۲ دقیقو او ۲۴ ثانیو کي حل کړ، یعني د یوه هندي پروفیسر تر مخکني ریکارد ۷ ثانیې چټک.
نجم د ګینس په کتاب کي د نامه د ثبتولو په اړه دویچه ویلي ته وویل چي «دا لکه یو خوب او خیال داسي دی. زه ډیره خوشبخته یمه.»
د ناتالیا مور، شینا افضل اضافه کړه، چي لور یې همیشه د کیمیا د علم سره علاقه درلوده. دا وايي چي «زموږ کور کله کله د علمي تجربو مرکز وي.»
افضل زیاتوي، چي د ګینس د جهاني ریکاردونو په کتاب کي د لور د ثبتولو مفکوره مي هغه وخت پیدا سوه، کله چي د کرونا ویروس سره د مبارزې په جریان کي په ټوله پاکستان کي قیودات وضع او مکتبونه رخصت سول. «پس له هغه موږ پردې موضوع باندي تمرکز وکړ.»
د ګینس په کتاب کي د کرونا په دلیل لومړنی کوښښ ناکامه سو ځکه چي د ارزیابي کولو هئیت نه سوای کولای سفر وکړي.
هغوی وروسته د انلاین له لاري ارزیابي شروع کړه. ناتالیا وايي، «ډیر لوړ احساس دی. د کورنۍ ټول غړي، رسنۍ او مکتب زما په باب خبري کوي.»
ناتالیا د ملاله یوسفزۍ څخه الهام اخلي، کومه چي په ۲۰۱۴ م کال کي د سولي د نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې سوه.