1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه ۲۲ کلن آلماني د وژلو پر ضد لاریون

۱۳۹۷ شهریور ۱۹, دوشنبه

د آلمان د زاکسن انهالت ايالت په کوتن ښار کې د یوه ۲۲ کلن آلماني تر قتل وروسته د ښي اړخه ګروپونو په بلنه په سلنو کسانو راټول شوي ول. په دې ترڅ کې د دوو افغانانو د نیولو امر صادر شوی دی چې اوس په توقیف کي دي.

https://p.dw.com/p/34axs
Deutschland Trauerzug in Köthen
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen

د کيمنيڅ تجربو ته په کتو سره پولیسو په کوتن کې احتجاجونه بند کړي دي او له نورو ایالتونو یې د پولیسو ملاتړ تر لاسه کړی دی. په لومړي سر کې پیلیدونکی خاموشه احتجاج یوه وخت د غوسې په څپه واوښت. د یکشنبې په ماښام د لاریون یوه ګډونوال په خپله وینا کې وویل: «نن د ویر ورځ ده. خو موږ به دغه ماتم پر غوسه واړو.»

د احتجاج په ترڅ کې بیلا بیل ډول شعارونه ورکول کیدل، لکه «موږ ولس یو» او «درواغجنې رسنۍ». د پولیسو په وینا د «ویر په دغه مارش» کې ۲۵۰۰ کسانو کړی وو خو د دغه مارش پر ضد کوم احتجاج نه دی شوی. د لاریون پر مهال د کوم آخ او ډب رپوټ هم نه دی ورکړل شوی.

د وژنې پيښه څنګه رامنځ ته شوې؟

لکه څرنګه چې د ختیځ زاکسن انهالت د پولیسو مدیریت او د دیساو روسلاو څارنوالۍ د لومړنیو معایناتو په حواله رپوټ ورکړی دی، په کوتن کې ۲۲ کلن آلمانی ممکن د زړه د دریدو له کبله مړ شوی وي. تر دې دمخه د رسنیو د رپوټونو له مخې د دغه ۲۲ کلن او دوو افغانانو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شوی وو.

یوې ځایي محکمې د جسمي جراحت چې په قتل تمام شوی په شک د یوه ۱۸ کلن او یوه ۲۰ کلن د نیولو امر صادر کړی وو. د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه دواړه افغانان د پولیسو په توقیف کې دي.

(afp, dpa)