1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه امریکایي مسلمان اعدام د امام د نه شتون په خاطر وځنډیده

۱۳۹۷ بهمن ۱۹, جمعه

دومینیک رای په الاباما کې د جنسي تیري او قتل په جرم په اعدام محکوم شو. هغه مسلمان دی او محکمې یې د «دیني حق» د رعایتولو په خاطر د اعدام سزا وځنډوله. هغه د اعدام جزا د ترسره کیده پر مهال د یوه روحاني د حضور غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3CzQC
USA Alabama Todesstrafe
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Martin

دومنیک رای پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ په جنسي تيري او قتل په خاطر په آلاباما کې د اعدام په سزا محکوم شوی دی. دومنیک ۴۲ کلن او مسلمان دی.

په اتلانتا کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د دومنیک په ګټه پریکړه وکړه او ویې ویل چې د هغه د اعدام پر مهال باید یو روحاني حاضر وي. دومنیک غوښتل چې د اعدام پر مهال یې باید دغه کس حاضر وي.

د انتلانتا د محکمې په حکم کې راغلي دي چې کله یو مسیحي اعدامیږي نو یو کشیش یې تر څنګ موجود وي او د ژوند په وروستیو شیبو کې له هغه سره د اعدام تر خونې مل وي.

خو د اسلام په ګډون د نورو دینونو له پیروانو سره د اعدام پر مهال، روحانیان تر دومره وخته پورې مل نه وي. محکمې ویلي دي چې د اسلام په ګډون باید د نورو دینونو د ادیانو له پیروانو سره تبعیض و نه شي او دا چې د ټولو محکومانو دیني حقونه باید په مساوي توګه رعایت شي.

د محکمې قاضیانو د امریکا متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د دین د آزادۍ پر اصل ټینګار کړی دی چې له مخې یې باید هیڅوک، آن په اعدام محکوم کسان باید له تبعیض سره مخامخ نه شي.

پلان شوې وه چې دومینک رای د فيبروري میاشتې پر اوومه نېټه اعدام شي. پر هغه باندې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ په ۱۹۹۵م کال کې د جنسي تیري او د هغې د وژلو تور دی. هغه په زندان کې مسلمان شوی دی.