د یونسکو په لیست کې د پاکستان لرغوني ځايونه
د ملګرو ملتونو د یونسکو نړیوال عملي او کلتوري سازمان په فهرست کې هغه سیمي شاملې وي چې د کلتوري او تاریخي پلوه ډیر مهم وي. یونسکو شپږ پاکستاني لرغوني ځايونه په خپل دې لیست کې شامل کړي دي.
شالامار باغونه او کلاء
د مغلو تمدن چې د شاه جهان بادشاه د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته رسیدلی وو، دغه دوه شاهکاروه تاريخي ارزښت لري. په دې ځای کې ماڼۍ او مسجدونه د مرمرو له ډبرو څخه جوړ شوي دي. د لاهور ښار په شالامار بڼونو کې حوزونه او حویلې هم موجود دي.
موهنجو داړو
د موهنجو داړو د لرغوني ښار کنډوالې د «انډس ویلی» په نوم سیمه کې موجود دي. د دې ښار لرغونتوب ۲۵۰۰ قبل المسیح ته رسیږي. په ښار کې جوړي شوي کوڅې، د اوبو رسونې سیستم او نور تعمیراتي شاهکارونه د هغه وخت د ښارجونې پر ابتدایې نظام دلالت کوي.
ټکسلا
په ټکسلا کې له قبل المسیح څخه د مخکې وختونو یو شمیر نخښې نښانې او آثار د یونسکو د نړیوالو میراثونو په فهرست کې شامل دي. پخواني اروپایې نسلونه پر هندوستان د ستر سکندر د حملې له وختونو راهیسې د ټکسلا له نوم سره آشنا دي. د عیسی ع له زیږیدو څخه ۶۰۰ کاله مخکې ټکسلا د اوسني ایران یو ولایت وو. په وروستیو پیړیو کې دا ښار لږ تر لږه په اوو دورو کې د مختلفو نسلونو د شاهي کورنیو په اختیار کې وو.
تخت بهایې
په تخت بهایې سیمه کې د بودایې مذهب لرغوني آثار په پخواني هند کې د ګندهارا د تمدن او بودایانو د تاریخ انځور وړاندې کوي. د تخت بهایې سیمه په خیبر پښتونخوا کې ده. پر لوړو غرونو جوړ شوي د بودایانو دغه کورونه، د بودایې تمدن، تاریخ او راهبانو د ژوند کولو طرز په هکله مهم معلومات وړاندې کوي. د دې سیمې لرغونتوب لومړۍ عیسوي پیړۍ ته ورګرځي.
روهتاس کلاء
افغان بادشاه فرید خان چې وروسته بیا په شیرشاه سوري مشهور شو دا کلا له نن څخه نږدې پنځه سوه کاله مخکې جوړه شوې ده. له تیږو او چونې څخه د جوړ شوي دغې ودانۍ یا کلا د جوړیدو چارې نږدې په پنځو کلونو کې بشپړې شوې. وروسته بیا د شیرشاه سوري د زوی سليم شاه په وخت کې دغه کلا لاپسې پراخه کړای شوه. شیر شاه سوري دغه کلا د دښمن له بریدونو څخه د ځان ژغورنې په موخه جوړه کړې وه.