د یونسکو د نړیوال میراث په فهرست کې شامل لرغوني ځایونه
د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې د جوړیدو ۷۵ کاله پوره شول. دغې ادارې د نړۍ په ۱۷۰ هیوادونو کې تر۱۰۰۰ زیات لرغوني ځایونه د خپل نړیوال میراث په فهرست کې شامل کړي دي.
ماچو پيچو، پیرو
د لاتین امریکا د پيرو هیواد کنډرې ماچو پيچو د پخوانۍ زمانې یاد دی. دغه لرغوني ځای ته د رسیدو له پاره باید سړی له تیږو څخه جوړو په سونو زینو څخه تیر شي.
د ریګا زوړ ښار
د ليتوانيا پلازمینې ریګا ښار زړه په ۱۹۹۷م کال کې د یونسکو د نړیوال میراث په فهرست کې شامل شو. په دغه انځور کې د منځنۍ پیړۍ پر مهال جوړ شوی د سنت پېترز، کلیسا لیدل کیږي.
تیمقاد، الجزایر
د اوراس غرونو په لړۍ کې پروت تیمقاد ښار چې د روم مستعمره وه زړه راکښونکی دی. د دغه څه کم ۲۰۰۰ کلن پخواني ښار ځینې برخې اوس هم په نسبي توګه ښه حالت کي دي. په دې کې امفي تیاتر، منارونه، کتابخانه، د هستوګنې ځایونه او په تودو اوبو کې د لامبا حوضونه شته.
دي دولو مایټس، ایټالیا
د سیلانیانو له پاره د دولو مایټس لوړ غرونه د طبیعت ځانګړې ښکلا او شاهکار دی. د دغو سترو غرونو پر وړاندې انسان ځان کوچنی احساسوي. خو ځیني خلک د دغو غرونو په منځ د هوساینې او آرامتیا احساس کوي.
ویسمار، آلمان
د بالتیک پر ساحل پروت ښار ویسمار یو وخت د تجارت مهم مرکز گڼل کيدی. د دغه ښار پخوانۍ معماري او زاړه کورونه د اروپا د منځنۍ پیړۍ وخت دورې یادون تازه کوي.
وادي رم، اردن
په صحرا کې پرته وادي رم ته ځایي خلک «وادي القمر» هم وایي چې د ګرانیټ ډبري سترې غونډۍ هم لري. وادي رم ځینې برخې د هالیووډ په مشهور مارشین فلم کې، هم لیدل کیدای شي.
وادي رم، اردن
د لمر د غروب پر مهال د دغه دښتې ستر غرونه یو بل ډول ننداره وړاندې کوي. د دغو غرونو پر تیږو د زرونو کلونو پخوانیو اوسیدونکو د نقاشۍ آثار هم شته.
د وادن جهیل، آلمان
د یخنۍ په موسم کې شمالي سمندر کې پروت د زولت، ټاپو ته سفر پر مهال مو د یخو بادونو ترڅنګ یو خاموشه ساحل هرکلی کوی. د وادن جهیل چې پرانیستی ځای دی د طبیعت د ښکلو نندارو خوند اخیستی شئ.
پهاپور، بنګله دیش
د بنګله دیش له پلازمېنې څخه د اووه ساعته سفر په فاصله کې د بودها بهار کنډرونه پراته دي. په دې انځور کې تاسو د سرې خاورې شل فټه لوړه سټوپه لیدلی شئ، چې چار چاپیر یې د وریجو پټي دي. ښایي نن ورځ دغه ځای ډیر ښه ښکاره نه شي، خو په اتمه پيړه کې دا سټوپه د بودا مذهبه ادیانو له پاره یو مهم مرکز وو.
تېنګ ویلر، آیسلنډ
د آیسلنډ په سویل لویدیځ کې پروت دا یو ملي پارک دی، چې یونسکو په ۲۰۰۴م کال کې د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل کړ. د دې پارک طبیعي ښایست بې ساری دی. تېنګ ویلر تاریخي ځانګړتیا هم لري چې ۹۳۰م کې د وایکنګز په نوم قبایلو خپله یوه غونډه ترسره کړې وه.
د چین دیوال
د چین دیوال ته د رسیدو له پاره باید له ۷۰۰ زینې وخیژي. له بره کتل یوه عجیبه منظره وړاندې کوي. دغه دیوال چې کابو ۹۰۰۰ کیلومتره اوږد دی د نړۍ په کچه یو تعمیراتي شاهکار بلل کیږي.
کورن وال، انګلستان
د کورن وال، بې سارې ښایست لري. خلک یې ساحل ته د قدم وهلو له پاره هم ورځي او زیاتره مهال یې اوبه یخه وي.
وینس، ایټالیا
د وینس تاریخي ښار هم د یونسیکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دی. دغه ښار کې تیر کال سخت سیلابونه راغلي وو چې په تیرو پنځوسو کلونو کې له داسې وضعیت سره نه وو مخامخ شوی.