1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان په ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو شمیر تر ۴۰ زرو اوښتی

۱۳۹۸ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د یونان په ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو د ثبت په مرکزونو کې د انسانانو شمیر له ۴۰۰۰۰ اوښتی دی. د یونان د اتباعو د محافظت وزارت د معلوماتو له مخې د شنبې او یکشنبې په ورځو دغلته په ټوله کې ۴۰۳۱۳ کسان ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3UXYN
Griechenland Moria Flüchtlingslager in Lesbos
انځور: picture-alliance/AA/A. Mehmet

د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. د یونان د دولتي راډیو د خبر له مخې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په تړاو له يوه تړون راهیسې دغه شمیر هیڅکله دومره ډیر نه وو.

په اپریل میاشتې کې په دغو ټاپوګانو کې د مهاجرو شمیر ۱۴۰۰۰ کسانو ته رسیده. د یونان حکومت په دې هڅه کې دی چې وضعیت یو څه کابو کړي. په تیرو میاشتو کې تر لسو زرو زیات مهاجر له ټاپوګانو څخه د دغه هیواد وچې ته لیږدول شوي دي.

په پام کې ده چې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه یو نوی قانون نافذ شي، چې په مرسته به یې د پناه غوښتنې پر عریضو باندې ژر غور کیږي. د هغې په تعقیب به هغه کسان چې په یونان کې د پناه غوښتنې کوم چانس و نه لري، څومره ژر چې امکان ولري بیرته ترکیې ته استول کیږي. پر دې سربیره په پام کې ده چې د یونان په ټاپو ګانو کې د اخراج مرکزونه هم جوړ شي.

د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د شوې تړون له مخې اروپایي اتحادیه هغه مهاجر بیرته ترکیې ته استولې شي چې له ترکیې څخه په ناقانونه ډول د یونان ټاپوګانو ته ورغلي وی.

زموږ له آرشیف څخه: