د یونان ټاپوګانو ته د مهاجرو راتګ ډیر شوی دی
۱۳۹۷ مهر ۲, دوشنبهد یونان ساحلي ګارد ویلي دي چې سربیره پر دې دوه احتمالي قاچاقبران هم نیول شوي دي. همدارنګه زیاته شوې ده چې ۷۰ تنه پناه غوښتونکي د ساموس او لیروس د ټاپوګانو په ساحلونو کې او ۷۹ تنه نور بیا د لیسبوس او خیوس د ټاپوګانو په ساحلونو کې درول شوي دي.
د یونان د ساحلي ګارد یو افسر د یکشنې ورځې تر غرمې وروسته د آلمان خبري آژانس(dpa) ته ویلي دي چې په روانه شپه او د دوشنبې په سحر د نورو پناه غوښتونکو د راتګ احتمال موجود دی.
د هغه په خبره که څه هم چې اوس د نویو راتلونکو مهاجرو شمیر د ۲۰۱۵ م کال په پرتله چې هره ورځ به نږدې تر ۲۰ زرو پورې مهاجر له ترکیې څخه راتلل ډیر کم دی، خو سره له دې هم د مهاجرو د ثبت او راجستر لومړني مرکزونه یا کمپونه تر ګنجايش ډیر ډک دي.
همدا اوس د آژه سمندر غاړې ته د یونان په ټاپوګانو کې ۲۰ زره پناه غوښتونکي شتون لري. دا په داسې حال کې ده چې د لیسبوس، خیوس، لیروس او کووس ټاپوګانو کې کمپونه یوازې د ۶۳۳۸ تنه پناه غوښتونکو ګنجایش لري.
د اتن حکومت پر دغو ټاپوګانو د بار د کمولو له پاره په پام کې لري چې د روانې ميلادي پيړۍ تر پایه پورې تر ۳۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي، د یونان نورو غیر جزیریې سیمو ته انتقال کړي. په دوی کې به کورنۍ، ماشومان او ښځې شاملې وي.
د پیرئوس په بندري ښار کې د مهاجرو د چارو وزارت د منابعو په حواله ویل شوي دي چې دا کسان ډیر چانس لري چې د مهاجر په توګه ومنل شي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: