د حوثیانو د نه شتون له کبله د یمن د سولې خبرې په ټپه دریدلي
۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعهملګرو ملتونو د پنجشنبې په شپه «د سپتمبر میاشتې پر ۶ نیټه» اعلان وکړ چې انتظار نه کیږي چې د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارټین ګرفیتس دې د جمعې په ورځ د ژنیو په دفتر کې د یمن د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
د یمن په حکومتي پلاوي کې دوو سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي چې دوی د [ملګرو ملتونو] دغه نړیوال استازي ته د جمعې ورځې تر ماسپښین پورې اضافي وخت ورکړی، څو هوثي ياغیان د سویس دغه ښار ته د راتګ له پاره وهڅوي.
له دوی څخه یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته وویل: «که چیرته تر ۱۲ بجو پورې حوثي یاغیان صنعا ښار ترک نه کړي، زه فکر کوم چې [د یمن] حکومتي پلاوی به د [ژنیو] د ترک کولو پریکړه وکړي.»
په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ایران له ملاتړه برخمن د حوثي یاغیانو پر وړاندې په جګړه کې مداخله وکړه، څو په نړیواله سطحه پیژندل شوی د ابو عبد الرب منصور هادي حکومت بیرته برحاله کړي. تر دې وروسته په دې هیواد کې د سولې خبرې هم له ناکامۍ سره مخ شوې.
په عین وخت کې له هغې وخت راهیسې چې په یمن کې بشري وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی دی، د دې هیواد پر خراب اقتصادي وضعیت سربیره، نږدې ۸،۴ میلیونه نفوس د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګریفیتس په یوه اعلامیه کې ویلي ول چې نوموړي د یمن د بهرنیو چارو له وزیر خالد الیمني سره د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو په برخه کې خبرې اترې کړي دي. د یمن دولتي پلاوي د عربي هیوادونو له یو شمیر سفیرانو سره هم لیدلي دي. یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته په دې هکله ویلي دي چې عرب سفیرانو د یمن حکومتي پلاوی صبر او حوصلي ته هڅولی دی.
د یمن د بهرنیو چارو وزیر خالد الیمني خبریالانو ته وویل: «نن ورځ باید زموږ د سلا مشورو لومړی ورځ وای. موږ دلته یوو، خو حوثیان راتګ ته زړه نه ښه کوي...موږ فکر کوو چې دوی د سولې په دې خبرو کې د جدي ونډې په نه اخیستو سره ستره غلطي کوي.»
نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې موږ دلته [په ژنیو] کې د تل له پاره نه یوو راغلي او موږ به دلته د مشورو تر پایه پورې پاتې هم نه شو. موږ یوازې غوښتل [د ملګرو ملتونو] ځانګړي استازي ته دغه څه په ثبوت ورسوو چې موږ د [سولې په خبرو] کې ونډه اخلو. په یو څو ساعتونو کې به موږ پریکړه وکړو چې موږ په ژنیو کې پاتيږو او یا دغه ځای ترک کوو.
یمني همدا راز وویل چې د هادي حکومت چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف یې ملاتړ کوي او دغه ائتلاف د حوثي یاغیانو پر هدفونو هوايي بریدونه هم کوي، د سولې د خبرو په هکله جدي دي. تر دې وړاندې د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګرفیتس پر حوثیانو غږ کړی وو چې په دې خبرو کې ونډه واخلي. د هغه په وینا په دې خبرو سره له نږدې درې کلن ځنډ وروسته به د حوثي یاغیانو او حکومت ترمنځ د سولې هڅې له سره پیل شي.
ملګري ملتونه غواړي چې د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ سوله وکړي څو په دې هیواد کې اوږدمهالې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي او په دې ترتیب سره په یمن کې میشت بهرني ځواکونه هم دغه هیواد ترک کړي. ملګري ملتونو غواړي چې په یمن کې د ملي یو والي یو حکومت رامنځ ته کړي چې پکې د هادي حکومت او حوثي یاغیان په ګډه حضور ولري.
بل لوري ته بیا د چهارشنبې په ورځ د حوثیانو تلویزیوني چینل د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې ائتلاف د حوثي یاغیانو د پلاوي د سفر مخه نیولې ده. تر دې وروسته یعنې د پنجشنبې په ورځ د صنعا په هوايي ډګر کې یوې سرچینې ویلي ول چې د حوثي یاغیانو کوم پلاوی نه دی لیدل شوی او د دوی له پاره کومه الوتکه هم موجوده نه ده. په دې ترڅ کې د یمن د ځوانانو د وزیر مرستیال حمزه الکمالي د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي ول چې د حوثي یاغیانو د الوتکې اجازه درې ورځې مخکې ورکړل شوې وه.
زموږ له آرشیف څخه: