1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګندمک تړون ۱۳۹ کاله او په خیبر پښتونخوا کې د فاټا ادغام

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

افغان حکومت تر اوسه پورې په خیبر پښتونخوا کې د فاټا د ادغام په اړه غبرګون نه دی ښودلې، خو ولس او ډیر شمیر کارپوهان یې مخالفت کوي. دغه سیمې په ۱۹ پیړۍ کې د افغانستان او بریتانوي سلطنت تر منځ حایل سیمي ګڼل شوي وې.

https://p.dw.com/p/2yMZP
Karte Afghanistan Pakistan DEU ENG

د پاکستان د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې د قبایلي سیمو یا فاټا د قانوني حیثیت ریښې ۱۳۹ کاله مخکې، د ۱۸۷۹م کال د می میاشتې ۲۶ نیټې د «ګندمک تړون» سره یوځای کیږي.

په (۱۸۴۲-۱۸۳۹م) کې د افغان- انګلیس په جګړه کې تر ماتې وروسته، د خیبر درې او کوئټې له لارې پر افغانستان تر دویم ځلي یرغل وروسته بریتانوي سلطنت د کابل له واکمن شاه محمد یعقوب خان سره دا تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې انګریزانو په افغانستان کې د کابل د حکومت واکمني ؤمنله، خو ډير شمیر سرحدي سیمې د افغانستان له کنترول څخه و وتلې.

د سیاسي چارو کارپوه محمد عاشق الله دویچه ویله ته وویل د ګندمک د تړون په تسلسل کې بریتانويانو د پاکستان پخوانی شمال لویدیځ سرحدي ایالت NWFP په ګډون، د میانوالي، اټک او قبایلي سیمو کنترول له افغانستان څخه واخیست: «د همدې سند په اساس په ۱۸۹۳م کال کې د ډیورنډ کرښه راښکل شوه او له خپل متحد هندوستان څخه تر وتلو او پاکستان د رامنځته کیدو وروسته، او افغانستان کې د کمزورې حکومت له امله دا د یوه سرحد په توګه موجود وو. د دې نږدې سیمې فاټا د نور پاکستان برعکس په یو ځانګړي حیثیت کې پاتې شو، په داسې حال کې چې د قبایلي سیمو اصلي اوسیدونکو، محصلينو او سوداګرو په آزادانه ډول افغانستان ته تګ راتګ کاوه».

د عاشق الله په خبره: د ګندمک د تړون یو مهم ټکې دا وو چې دواړه ښکیلې خواوې به (بریتانیا او افغانستان) او اوس (پاکستان او افغانستان) د دغو سیمو اړوند په یو طرفه ډول اقدام نه کوي، اوس پاکستان د دې ګام په پورته کولو سره افغانستان ته هم لاره هواره کړه چې هغه هم دغه تړون لغوه ؤګڼي او پر سیمې د خپل حق معامله راپورته کړي».

Treffen des Sipah-Stamms in Pakistan
تر اوسه پورې په دغو قبایلي سیمو کې د FCR قانون پلي کیده.انځور: DW/F. Khan

د پاکستان د پارلمان له لورې په خیبر پښتونخوا کې د فاټا د ادغام په اړه د قانون تر تصویب وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات غبرګون نه دی ښوولی، خو د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت پر مرکزي حکومت ټینګار کړی دی چې په نړیواله کچه د احتجاج غږ پورته کړي.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي هم په ولسي جرګه کې دا خبره راپورته کړه: «هیڅ څوک زموږ په تاریخي چارو او اړیکو کې د مداخلی حق نه لري، که حکومت خاموشه دی نو جرګې ته پکار ده چې د دې پر ضد غږ پورته کړي».

د «لر او بر» یعنې د پاکستان او افغانستان د پښتنو د یوالي مخکښ پلوي اسماعيل یون له دویچه ویله سره په مرکه کې د پاکستان د حکومت دغه وروستی اقدام «تر اوسه پورې د روانو پاکستاني استعماري تکتیکونو د لړۍ دوام» وباله.

د هغه په خبره پاکستان اول په دغو قبایلي سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو په جوړولو سره نا امني رامنځته او د قبایلو قتل عام وکړ او اوس د پوځې طاقت په استعمالولو سره په افغانستان کې د لا زیاتې مداخلې له پاره د لارې هوارولو کوښښ کیږي.

د یون په خبره :«دا تاریخي جبر مخکې تر دې هم له یوې خوا د کمزوري حکومت او له بلې خوا د جابر ځواک له طرفه پر ولس وشو او اوس هم کیږي. پاکستاني حکومت په دې سیمه کې پرمختګ خوښونکي، آزاد او روڼ آندي حرکتونه ځپل غواړي او افغان حکومت ناتوانه او په خپلو داخلي مسائلو کې بند پاتې دی. په داسې یو وخت کې پر ولس د دا ډول ویش پریکړې تپل کیږي».

د پاکستان قومي اسامبلۍ د پنجشنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۴) د اساسي قانون يودېرشم تعديل په مرسته د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا تر کنترول لاندې راوستل تصویب کړل.