1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګلاسکو کنفرانس؛ د ځنګلو پر نه تخریب د سلو هیوادونو توافق

۱۴۰۰ آبان ۱۱, سه‌شنبه

د ګلاسکو په اقليمي کنفرانس کې د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو رهبرانو ژمنه کړې چې د ځنګلونو له تخریبولو څخه به مخنیوی کوي. دغه پروژه به په لومړي ګام کې تر ۲۰۳۰ کال پورې ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/42Soz
Schottland | Félix Tshisekedi Klimagipfel in Glasgow
انځور: Giscard Kusema, Kommunikationsdienst der Präsidentschaft der Republik Kongo.

اوس مهال په هر یوه دقیقه کې د فوټبال د ۲۷ میدانونو په وسعت ځنګلي ځمکه له منځه ځي.

د ټولې ۸۵ سلنه ځنګلونه چې شاوخوا ۳۴ میلیون کيلومتره مربع ځنګلونه کیږي د هغو هیوادونو ملکيتونه دي چې د ځنګلونو د تخريب د مخنيوي په پروژه کې شامل دي. په دغو هیوادونو کې آلمان او ټوله اروپايي اتحاديه هم شامله ده.

دغه هيوادونه د ګلاسکو د اقليمي کنفرانس په دوهمه ورځ په دې سلا شول چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د ځنګلونو تخریب ته د پاي ټکی ږدي.

د دغو هیوادونو په ډله کې د نړۍ د تر ټولو پراخو ځنګلونو درلودونکي هیوادونه هم شامل دي لکه کاناډا، روسيه، برازیل، کولمبیا، اندونیزیا، چین، ناروې او د کانګو جمهموریت.

د بریتانیا حکومت چې د ګلاسکو کنفرانس کوربه دی اعلان وکړ چې د ځنګلونو د حفاظت له پاره شاوخوا ۱۲میليارډه ډالر لګول کيږي او دغه پیسې به د پروژې د غړو هیوادونو له عمومي بوديجې څخه لګول کيږي. له دې نه علاوه به شاوخوا ۷ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه ډالر به د خصوصي سکتور له اړخه هم پانګونه وشي.

Regenwaldzerstoerung Regenwald Umweltzerstörung Zerstörung von Lebensraum
انځور: WILDLIFE/I.R.Lloyd/picture alliance

ځنګلونه په واقعیت کې د ځمکې د سږو په توګه پيژندل کيږي.دغه طبيعي شتمنۍ هر کال شاوخوا يو په دريمه برخه هغه کاربندای اکساید چې د انسانانو په ذریعه تولیديږي، له منځه وړي. خو ستونزه دا ده چې دغه په اصطلاح فلتر یا سږي په ډیرې چټکۍ د منحل کيدو په حال کې دي. علت يې د ساختمانونو او سړکونو جوړول او دغه راز د کرکيلې او ښکار په مقصد د کرهڼيزو ځمکو پراخول دي. 

د بریتانيا صدراعظم، بوریس جانسن د کلاسګو په کنفرانس کې وويل چې د ځنګلونو له پرې کولو سره باید مقابله وشي. هغه ټينګار وکړ: «هغوی [ځنګلونه] زموږ د ژوند د بقا له پاره ډير اړين دي.»

د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ويدودو وویل چې له نيکمرغه، هیواد يې د پريمانه باراني ځنګلونو خاوند دی او حکومت يې ځان د دغې «طبیعي سرمايې» د محافظت مسئول ګڼي.

د ګلاسکو اقليمي کنفرانس (COP 26) د يکشنبې په ورځ د اکتوبر ۳۱مه پيل شوی او د نومبر تر ۱۲مې نیټې به ادامه ولري. د دغه کنفرانس هدف، د پاریس د ۲۰۱۵م کال د توافق د اجرا کولو ادامه ده. د نړۍ رهبرانو ژمنه کړې چې د ځمکې د تودوخې درجه به له دوو درجو څخه ښکته او تر ټولو بهترینه ۱،۵ درجه کې ساتي.

د کپ ۲۶ کنفرانس ټولو ګډونوالو هیوادونو ته دا مسئله روښانه ده چې د پاریس کنفرانس اهدافو ته د رسيدلو له پاره موجوده پروګرامونه بسنه نه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم له آرشیف څخه (01.08.2020):