1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کیم جونګ اون او ترمپ د لیدنې کتنې له پاره تیاری نیول کیږي

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

په پیل کې د امریکا د ولسمشر او شمالي کوریا د رهبر تر منځ لیدنه کتنه اعلان شوه، بیا ترمپ هغه لغوه کړ، خو اوس ترمپ سینګاپور ته یو د امادګۍ پلاوی استوي. کیم هم ویلي دي چې غواړي دغه سرمشریزه ترسره شي.

https://p.dw.com/p/2yOek
Südkorea TV Donald Trump, Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Photo/Young-joon

وروسته تر دې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره د لیدنې کتنې په اړه خپل دریځ بدل کړ، دغه احتمال ډیر شوی دی چې د مخکې پلان سره سم دغه لیدنه کتنه به د جون میاشتې په ۱۲ نیټه په سینګاپور کې ترسره شي.

د امریکا حکومت د دغې لیدنې کتنې له پاره تیاریانې پیل کړي دي. د ترمپ ویاندې سارا سندرس، په واشنګټن کې ویلي دي چې د پلان سره سم به یو ټیم سنګاپور ته سفر وکړي، تر څو دې ملاقات ته آمادګي ونیسي.

مخکې تر دې د پولیټیکو "Politico" په نوم مجلې رپوټ ورکړی وو چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت څخه یو دریش کسیز پلاوی سنګاپور ته د حرکت کولو له پاره تیاری نیسي.

همدارنګه د رویټرز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ په هغه رپوټ کې چې له واشنګټن څخه خپور شوی دی د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د لیدنې کتنې د احتمال له زیاتیدو څخه خبر ورکړی دی.

ترمپ د شنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۶) وویل: «اجازه راکړئ چې ووینو د جون په ۱۲ څه پيښیږي؟» دا په داسې حال کې ده چې ترمپ د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول له کیم جونګ اون سره خپل پلان شوی سفر لغوه کړی وو.

ترمپ له کیم سره د خپلې لیدنې کتنې د لغوه کولو دليل د شمالي کوریا ښکاره دښمني اعلان کړې وه. خو کیم جونګ اون لکه د پخوا په څیر له ترمپ سره خپلې لیدنې کتنې ته خوشبینه وو.

کیم جونګ اون ته د ترمپ پيغام

د شنبې په ورځ (د می میاشتې په ۲۶) کیم جونګ اون د سویلي کوریا له ولسمشر سره په غیر منتظره لیدنه کتنه کې یو وار بیا له ترمپ سره پر ملاقات ټینګار کړی وو.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله د شمالي او جنوبي کوریا د ولسمشرانو د لیدنې کتنې اصلي موضوع د جون په ۱۲ د امریکا له ولسمشر سره د کیم جونګ اون د ملاقات له پاره زمينه سازي وه.

ترمپ له کیم جونګ اون سره د پلان شوي ملاقات تر لغوه کولو یو ورځ وروسته، خپل دریځ بدل کړ او له شمالي کوریا سره یې د رغونکو خبرو اترو خبره وکړه. ترمپ اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له مشر سره خبرو اترو ته تیار دی. خو د دغې لیدنې کتنې له پاره یې دقیق وخت اعلان نه کړ.

د سویلي کوریا ولسمشر مون جی این، د یکشبنې په ورځ (د می میاشتې ۲۶) د شمالي کوریا له ولسمشر سره د خپل غیر منتظره لیدنې کتنې په اړه وویل چې دغه لیدنه کتنه د کیم جونګ اون په غوښتنه ترسره شوې ده.

مون زیاته کړه چې هغه د امریکا د ولسمشر له خوا شمالي کوریا ته یو ډیر مهم پيغام درلود او هغه دا چې امریکا متحده ایالات له شمالي کوریا سره د خپلو خصمانه مناسبانو پای ته رسولو ته لیواله ده.

مون د پنجشنبې په ورځ له دونالد ترمپ سره تر لیدنې کتنې وروسته له واشنګټن څخه سئول ته بیرته ستون شوی وو.