د کښتۍ د غرقیدو په پيښه کې ډير شمير مهاجر مړه شوي
۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبهد مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) د معلوماتو له مخې دغه کښتۍ چې له حده زیاته ډکه وه تیل یې خلاص شوي ول. زیاته شوې ده چې په کښتۍ کې ۱۵۰ کسان سپاره ول، چې پکې ښځې او ماشومان هم ول.
د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا ۸۰ کسان ژغورل شوي او یا هم پر دې توانیدلې چې د موریتانیا تر ساحله لامبو ووهي.
د آی او ام د معلوماتو له مخې ژوندي پاتې شوي کسانو پالنه د موریتانیا په نوادیبو ښار کې کیږي. د مهاجرت نړیوال سازمان کارکوونکي لاورا لونګارتي له مرستندویه سازمانو سره د موریتانیا د چارو د همغږۍ اغیرمن اقدامات ستایلي دي. زیاته شوې ده چې د نورو ژوندي پاتې شوو کسانو لټون ادامه لري.
د ژغورل شوو کسانو د معلوماتو له مخې دغه کښتۍ یوه اوونۍ ترمخه د ګمبیا څخه حرکت کړی وو. د دغه ځای چارواکو لا د پيښې په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی.
ګامبیا هیواد چې د افریقا په لویه وچه کې پروت دی شا او خوا دوه میلیونه نفوس لري او مساحت یې ۱۱۰۰۰ کیلومتره مربع ته رسیږي. خو له دې سره سره هم له هغه ځایه مهاجر د اروپا پر لور د اتلانتیک پر خطرناکه لاره سفر کولو ته زړه ښه کوي، چې د یوه کار او هوسا ژوند هیله لري.
په دې وروستیو کې ګامبیا هیواد د توماس کوک، شرکت د ډیوالي کیدو له کبله له سختې اقتصادې ضربې سره مخامخ شو. د دغه هیواد تر ۳۰ سلنه زیات ناخالص تولید له سیلاني توب سره تړلی دی.
sr/bs (rtr, ap, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: