د کډوالو اداره د ژباړونکو له قلت سره مخامخ ده
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعهدغه موضوع د آلمان د زرغون گوند پارلماني فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کي بیان کړې ده او آلمانۍ ورځپاڼي «راینیشن پوست» خبره کړې ده.
د خپور شوي خبر له مخې د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالې ادارې د اپریل میاشتي په پای کي ټول ټال ۳۱۰۱ ژباړونکي لرل. په دې توگه که د ۲۰۱۵ م کال په پای کي د ۳۶۴۰۰۰ مهاجرو د پناه غوښتني بهیر په نظر کي ونیول سي، نو د ۱۱۷ دوسیو پر سر یوازې یو ژباړونکی رسیږي. د هغو ژبو ترجمانانو ته چي ډیره اړتیا سته عربي، کوردي، فارسي، پښتو او تگرینیا (د اریتریا او ایتوپیا) ژبي دي.
د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالې ادارې د ژباړونکو د انتخاب له پاره ډیر عالي معیارونه نه دي ټاکلي بلکه د آلماني ژبي عادي تحصیل، یا د ژبي د کورسونو دولتي امتحان ورته کافي بلل سوی دی.
د زرغون گوند د اټکلونو پر اساس د ترجمانانو دغه قلت د دې سبب سوی دی چي د مهاجرو دوسیې همداسي د ډیر وخت له پاره پرتې وي او کار پرې و نه سي.