1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کوټې په یوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

پاکستاني پولیسو د کوېټې ښار په څنډه یوه جومات کې د یوې قوي چاودنې خبر ورکړی. تر اوسه پورې په دې پيښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۴ او د ټپیانو شمیر ۲۰ تنه ښودل شوی دی. چاودنه د جمعې لمونځ د ادا کولو پر مهال رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3O1Ou
Pakistan Anschlag in Karachi
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/R. Khan

د سیمه ایزو پولیسو مشر عبدالعلي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې بم مخکې له مخکې په جومات کې ځای پر ځای شوی وو او د ریموټ کنترول په وسیله ورته انفجار ورکړل شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې ټپیان د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

خو د آلمان خبري آژانس (ډي پي ای) په سیمه کې د یوه پولیس افسر محمد یوسف په حواله رپوټ ورکړی دی چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. خو پاکستاني چارواکو دې ته ورته د پخوانیو پيښو په برخه کې پاکستاني یاغیان پړ بللي دي.

په دې سیمه کې جدایي غوښتونکي ډلې ډیري وختونه امنیتي ځواکونه په نښه کوي. دغه ډلې له اسلام آباد څخه د خپلې واکمنۍ او د خپلو سیمو له طبیعي منابعو څخه د ډیرې ونډې ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په سیمه کې یاغیان یي ځپلي دي، خو بریدونه او زور زیاتۍ همداسې دوام لري.

آژانسونه