د کوم رنګ ګلاب کومه معنی لري؟ ـ انځوريز البوم
له دې مخکي چي چا ته د ګلاب ګل ډالۍ کوئ نو مخکي يې د رنګ په معنی ځان خبر کړئ که نه نو ښايي سوی تفاهم رامنځ ته سي. دا ځکه چي د ګلاب د بيلو رنګونو بيلې معناوي وي. دلته يې وپېژنئ:
سور ګلاب
سور رنګ لرونکی د ګلاب ګل د ميني سمبول دی. که يو څوک غواړي چا ته د خپلي ميني اظهار وکړي نو کولای سي چي د سور رنګ ګلاب ورته ډالۍ کړي.
خام ګلابي ګلاب
که يو څوک غواړي چا ته د خپلي دوستۍ، نيک نيتۍ يا برياليتوب د هيلي اظهار وکړي نو کولای سي چي د روښان يا خام ګلابي رنګ لرونکی د ګلاب ګل ورته ډالۍ کړي. دغه رنګ د دوستۍ، قدردانۍ او نيکبختۍ سمبول ګڼل کيږي.
تېز ګلابي ګلاب
د تېز ګلابي رنګ لرونکی د ګلاب ګل د منندويي او احترام سمبول ګڼل کيږي. که څوک غواړي بل چا ته د خپل احترام يا منندويي اظهار وکړي نو کولای سي چي ورته د تېز ګلابي رنګ لرونکي ګلاب ډالۍ وکړي.
مرجاني يا ايرمي ګلاب
د مرجاني رنګ لرونکی ګلاب ګل د خواهش سمبول بلل کيږي. که څوک غواړي بل چا ته خپل يو خواهش اظهار کړي نو کولای سي چي مرجاني يا ايرمي رنګ لرونکی ګلاب ورکړي.
ژړ ګلاب
ژړ رنګ لرونکی ګلاب د دوستۍ، خوشبختۍ او د خيرخواهۍ سمبول بلل کيږي. که چا ته خپل يو ملګری او د هغه ملګري زیاته مهمه وي نو کولای سي چي د ژړ ګلاب له لاري د دې اظهار وکړي.
بانجڼي ګلاب
د بانجڼي رنګ لرونکی د ګلاب ګل د ليدنې د خواهش سمبول بلل کيږي. که څوک غواړي د يو چا سره د خپلي ميني او د ليدلو د خواهش اظهار وکړي نو کولای سي چي بانجڼي رنګ لرونکی ګلاب ورته ډالۍ کړي.
سپين ګلاب
سپين ګلاب ګل د پاکۍ، طهارت او معصوميت سمبول بلل کيږي. په زياتو اديانو او مذاهبو کي له همدې کبله په بعضو مراسمو کي سپين ګلاب استعماليږي.
نارنجي ګلاب
د نارنجي رنګ ګلاب د لېوالتيا سمبول بلل کيږي.
سور او ژړ ګلاب
د سور او ژړ رنګ لرونکي ګلابونو ډالۍ د تر لاسه کوونکي کس له پاره د نيکبختۍ د غوښتلو سمبول بلل کيږي.
سور او سپين ګلاب
د سور او سپين ګلاب ګلان د اتحاد او يووالي سمبول بلل کيږي.