د کولمبیا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې سوله مهمه ده کې مهاجرت؟
۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبهپه بوګاټا کې د کونراد ادناور د بنسټ مشر هوبېرت ګیهرنګ، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زه په دې باوري یم، چې تر ټاکنو وروسته به د وینزیویلا څخه مهاجرت د داخلي سیاست مهمه موضوع وګرځي». د هغه په خبره ویل کیږي چې یونیم کال مخکې د سولې لاسلیک شوي تړون ته په روانو ټاکنو کې ډیر ارزښت نه ورکول کیږي.
د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ په انتخاباتي سیالیو کې د امنیت، تعليم، روغتیایې اسانیاو، اقتصاد او له ګاونډي هیواد وینزیویلا څخه د مهاجرو د راتګ موضوعات ډیر مطرح ول. د کولمبیا د مهاجرت ادارې په حواله په اوس وخت کې تر ۸۰۰ زرو ډیر ویزیویلیایې مهاجر په دغه هیواد کې ژوند کوي.
په ځانګړي توګه د می میاشتې په ۲۰ په ونزیویلا کې تر ټاکنو وروسته د کولمبیا له سرحد څخه د اوښتونکو مهاجرو په شمیر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ښه راغلاست، خو وروسته بیا څه کیږي؟
کولمبیایې کارپوه کیهرنګ، په دې نظر دی چې د کولمبیا د مهاجرت سیاست د آلمان د مهاجرت سیاست له پرمختګ سره موازي دی. د هغه په خبره «په ۲۰۱۷م کال کې کولمبیا د آلمان ۲۰۱۵ م کال ته ورته وو. د ښه راغلاست له کلتور سره پیل شو، خو بیا یې له یوه ټاکلي اندازې څخه تجاوز کړی دی».
د کارپوهانو په نظر دا ټول د ادغام د کامیابه سیاست پورې تړاو لري. ګیهرنګ وایې: «زه فکر کوم چې دا به د کولمبیا د نوي ولسمشر لومړی کار وي، چې په سیمه کې دقیق او عملي حل لاره پلې کړي».
نوموړی زیاتوي چې د وینزیویلا شتمن او متوسط قشر حتی تیر کال له دغه هیواد پریښې وو او اوس یې بی وزله رازي. تر همدې وروستیو وختونو پورې د دواړو هیوادونو د اتباعو د مهاجرت لړۍ یو بل ته دوام درلود. په کولمبیا کې د کورنۍ جګړې پر مهال په سلګونو زره خلک د تیلو له درکه غني ګاونډي هیواد وینزیویلا ته مهاجر شول، تر څو ډیرې پیسې وګټي.
ترکیه د نموني په توګه
په کولمبیا کې د ولسمشرۍ د دواړو مخکښو کاندیدانو د مهاجرت سیاست په دریځ کې ډیر تفاوت نه لیدل کیږي. محافظه پاله کاندید لوان دوکو، د پخواني ولسمشر الوارو اوريبه سیاسي لاره تعقیبوي. او نوماند کنترو دیموکراتیکو، غواړي چې له ونزیویلا سره تر ۲۰۰۰ کیلومتره اوږد سرحد بهتره کنترول کړي.
اوسني ولسمشر جوان مانویل سنتوس، لا د یوه کال مخکې راهیسې کوښښ پیل کړی دی چې له ګاونډي هیواد وینزیویلا څخه د مهاجرو راتګ کنترول کړي. سنتوس، د ۲۰۱۷ م کال په می کې خپل امنیتي سلاکار ترکیې ته واستوه تر څو د مهاجرو له کمپنونو څخه لیدنه وکړي او د اروپا او ترکیې تر منځ د مهاجرت د موافقې په اړه معلومات را ټول کړي.
له همدا اوس نه روښانه ده چې په وینزیویلا کې د بحران اغیزې د ټولې سیمې له پاره پر یوې ستونزې اوښتې ده. ډیري مهاجر له وینزیویلا څخه د ِاکوادور، پاناما، چيلي، پیرو او برازيل هیوادونو پر لور خپل سفر جاري ساتي.
د فریدريش اېبرت بنسټ مشر چې په کولمبیا کې هم د دغه بنسټ استازیتوب کوي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د مهاجرت بحران د کولمبیا د ټولنې د نه ختمیدونکي ویشل کیدو یوه لویه برخه ده. مهاجر د بی وزله کولمبیایانو ستونزو ته لا زیات شدت وربخښي».
د لاتین امریکا د مهاجرو د بحران سربیره د سولي تاریخي تړون بیا هم د ټاکنو یوه مهمه موضوع پاتې کیږي او د دواړو مخکښو کاندیدانو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.