1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

کوسوو: په جوماتونو کې د ښځو د رول د پياوړي کولو هڅه

۱۳۹۷ آذر ۳, شنبه

په اکثرو اسلامي هیوادونو کې دا ښه ګڼل کیږي چې ښځې خپل لمونځونه په کور دننه اداء کړي. خو په کوسوو کې د عثماني امپراطورۍ هغه دود یو وار بیا په ژوندي کیدو دی چې له مخې به یې ښځو په جوماتونو کې د پام وړ رول درلود.

https://p.dw.com/p/38qeY
Kosovo Frauen als Islam-Prediger
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Kryeziu

اجیمه سوګوییوو، د کوسوو هیواد په شمالي ښار میترویتسا په یوه جومات کې ناسته ده او شاوخوا راټولو شویو ښځو ته د قران کریم د تدریس تر څنګ د ورځني ژوندانه اړوند مسائلو په هکله دیني لارښوونې کوي.

تر یوې لسیزې مخکې پورې په دې هیواد کې جوماتونو ته د ښځو دا ډول ورتګ او په دیني درسونو کې برخه اخیستنه له تصور څخه بهر وه. اجمیه یوه له هغو سلو مبلغينو څخه ده چې په دې اروپایې هیواد کې د هغه لرغوني دود د ژوندي کولو هڅه کوي چې د وخت په تیریدو سره ختم شوی وو. د دې کار هدف په جوماتونو کې ښځو ته د دیني او مذهبي زده کړو د آسانتیا برابرول دي.

په دغو جوماتونو کې ښځو ته له سړو څخه جلا خونې ورکول شوي دي. د کوسوو حکومت له دې لارې هڅه کوې چې د اسلام له نظره د جنسیتي مساواتو په هکله د خلکو پوهاوی زیات شي، ځکه چې په لویدیځه نړۍ کې تر اوسه پورې داسې یو تصور موجود دی چې اسلام د ښځو په هکله تر یوې اندازې ظالمانه چلند لري.

په اسلامي هیوادونو کې بيا د ښځو له طریقه نورو ښځو ته زده کړې رسول کیږي. دغه زده کړې دوی په ځانګړو مدارسو، کورونو او یا صالونو کې ترلاسه کوي. په یو شمیر عنعنوي مسلمانو هیوادونو کې ښځې د مذهبي دلایلو پر ځای د ټولنیزو عواملو له کبله له جوماتونو څخه لیري ساتل کیږي.

د پرسټینا په اسلامي مرکز کې د انګلیسې ژبې پروفیسورې بیسه اسماعيلي اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته وویل چې په تیرو شلو کلونو کې جوماتونو ته د راتلونکو ښځو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی. میرمن اسماعیلي وویل «پخوا به نه یوازې جوماتونو ته د ښځو پر راتګ بندیز وو، بلکې د اسلام له پاره د دوی پر سرښندنو به هم چا اعتراف نه کاوه». نوموړې زیاته کړه: «موږ غواړو داسې غلط فکر او دودونه مات کړو».

کوسوو یوه پلار سالاره ټولنه ده، خو د سیکولاریزم لرغونی تاریخ هم لري. د دې هیواد مذهبي هویت په کمونیستي دوره کې ډیر کمزوری شوی وو. د دې هیواد د البانوي نژاده مسلمان اکثریت مذهبي تمائل د کمونیستي دورې تر زوال وروسته مخ پر زیاتیدو دي.   

Kosovo Frauen als Islam-Prediger
په ځانګړي توګه په یو شمیر اروپاي هیوادونو کې په جوماتونو کې د ښځو د لمانځه له پاره جلا ځایونه موجود دي.انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Kryeziu

په ۲۰۰۸ م کال کې کوسوو له سربیا یا سربستان څخه خپله آزادي واخیستله او په دې وروستیو څو کلونو کې په دې هیواد کې مذهبي افراطیت هم زیات شوی دی. تر ۲۰۱۲م کال وروسته د دغه هیواد شاوخوا ۳۰۰ اتباع په عراق او سوریې کې د داعش له ترهګرې ډلې سره یوځای شوي دي. د دغو کسانو یو پر دریمه برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي.

ویل کیږي چې ډیري دغه ښځې او ماشومان په زوره سوریې یا عراق ته د په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې سره د یوځای  کیدو له پاره وړل شوي ول. په عراق او سوریې کې اوس هم د دې هیواد شاوخوا ۱۸۰ تنه اتباع فعاله دي. خو د کوسوو حکومت وایې چې د دغه هیواد هیڅ تبعه له داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سره نه دی یوځای شوی او دې هیواد د ښځينه مبلغينو په وسیله هڅه کړې چې ښځې د دوی له حقونو خبرې او د دوی واک پراخه کړي. د پروفیسورې بیسه اسماعیلي په خبره «که اسلام په سمه توګه تشریح شي، نو د نشنلیزم افراطیت به له منځه لاړ شي».

د ترکیې د مذهبي چارو اداره «دیانت» په کوسوو کې د ښځینه تبلیغ کونکو مالي ملاتړ کوي. د ترکیې حکومت همدارنګه په کوسوو کې د «بي آی کی» په نوم له اسلامي ټولنې سره هم مرسته کوي.

د «بي آی کی» ادارې مشر رسول رجبي وایي چې اوس د ټول هیواد په نږدې ۸۰۰ جوماتونو کې ښځينه مبلغینې فعالې دي او د دوی هدف په ټولنه کې د ښځو رول زیاتول او د دوی په ورځني ژوند کې نوښت راوستل دي. د دوی په وینا: «د ښوونکې رول د ټولې ټولنې په ګټه دی».

د رسول رجبي په حواله د دغو ښځینه مبلغینو په مرسته د کورني تاوتریخوالي په پيښو کې هم کمی رامنځته شوی دی. همدارنګه دغه ښځينه تبلیغ کونکې له هغو ښځو سره هم مرسته کوي چې په جګړو کې د جنسي تیري له پيښو سره مخامخې شوي دي.

همدارنګه دوی ښځې په دې هم قانع کوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي او په ټاکنو کې خپل د رای اچونې له حق څخه کار واخلي.یوې ۲۱ کلنۍ زده کونکې د ښځینه مبلغينو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل: «ډیر داسې مسائل وي چې په اړه یې د مسجد له امام سره خبرې کول اسانه نه وي».     

په تیرو لسو کلونو کې په دې هیواد کې د دغو دریو اسلامي ښوونځیو څخه نږدې ۱۱ سوه نجونې فارغې شوې دي په داسې حال کې چې ۳۰۰ ښځو د اسلامي مطالعاتو له مرکز څخه شهادتنامې ترلاسه کړي دي.