"د کندهار پيښه د ادارې بې کفايتي او د طالبانو ځيراکت ښيي"
۱۳۹۰ اردیبهشت ۶, سهشنبهځايي مسوولين وايي چي د ګوتو په شمير تښتېدلي يې نيولي او نور د شنو باغونو او باغچو له لاري خوندي ځايونو ته رسيدلي دي.
د افغانستان پارلمان نن په يوه غيرعادي غونډه کي پر دغه موضوع خبري وکړې چي دغه تيښته د سيمه ييزو چارواکو بې کفايتي ده که د طالبانو ځيرکتوب.
د کندهار د سرپوزي له محبس څخه چي د افغان ځواکونو له لوري يې کلکه څارنه کيده د غټ شمير دغو سياسي زندانيانو تښتي ډيري پوښتني را ولاړي کړي.
اوس خلک وايي چي د کابل او کندهار ادارې بايد د دغي شرم ناکي پيښي په اړه ولس ته سپن جواب ورکړي.
د کندهار د لوی محبس څخه د سلګونو زنديانو تښته اوس نوې ډنډوره نه ده. خو د جنوبي افغانستان څه نا څه نسبي امنيتي حالت ته لوي ګزار بلل کيدای سي.
په ۲۰۰۸ کال کي هم له دغه زندان څخه څه باندي زرتنه بنديان پر محبس د طالبانو له يوه بريد وروسته وتښتيدل.
خو له هغه مهاله تر اوسه پوري د زندان د ماتولو په پيښه کي د دخيلو کسانو په اړه هيڅ راز تحقيق و نه سو.
د افغانستان د ملي دفاع پخواني وزير جنرال شهنواز تڼی د افغانستان دولت يوې مصلحتي ادارې ته ورته بولي چي بيړۍ يي د بې کفايتۍ په سمندر کي پر ډوبيدو ده.
« په افغانستان کي يوه مصلحتي اداره رامنځ ته سوې، د کورنيو چارو وزير، د جمهور رئيس او همدا شان په دولت کي هم فکري نسته، مرکزي دولت کمزوری دي او دا ښکاره خبره ده چي د ملک حالات به نور هم کړکيچن سي».
اوس ظاهراً د کندهار له محبسه د يوه نغم له لاري چي اوږد والی يې څه کم ۴۰۰ متره ښودل سوی بنديان په تښته بريالي سوي. خو دا د امکانه ليري خبره ده چي د زندان د چارواکو او د کندهار د مشرتابه له مرستي پرته بنديان وکړای سي د شپږو مياشتو په موده کي دغه تونل پرې کړي.
طالبانو په خپل دې کار سره له يوه لوري افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د سپارلو لړۍ او له بله اړخه له زور پالو سره د افغان دولت د سولي هڅي له خطر سره مخامخ کړي.
د کندهار محبس ته نږدې سيمه کي يوه استوګن د تليفون له لاري په کابل کي دويچه ويلي ته وويل چي ده په سلګونو بنديان د دوشنبي په شپه وليدل چي د سرويس موټرو په سپرلو يې له زندان سره مخه ښه کوله او پوليس هم په نږدي سيمو کي په ګزمه بوخت ول.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل