1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار يو شمېر مېرمني ډيري اقتصادي ستونزي لري

۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبه

په کندهار ولايت کي يو شمير مېرمني وايي چي ددوی د غربت د مخنيوي او اقتصادي پياوړتيا لپاره هيڅ کار ندی سوى او اړونده ارګانونه په دې کار کي پاته راغلي دي.

https://p.dw.com/p/10ygB
«سهار تر ماښامه د خپل کور کرايه نسو برابرولای.»
«سهار تر ماښامه د خپل کور کرايه نسو برابرولای.»انځور: AP

د کندهار ښار پر ځيني واټونو باندي د پيسو د لاسته را وړلو په موخه دا مهال په لسګونه مېرمني د بې وزلۍ په نوم تګ او راتګ کوي او د ژوندانه شپې او ورځي په بازار کي د فقر په نوم په لاس ته را وړو پيسو سبا کوي.

په کندهار کي يوې مېرمني چي د خپل کورټول مسوليت ور دغاړي دی، وويل چي سهار ترماښامه د يوې ګولې وچي ډوډۍ په پيداکولو نده توانيدلې. هغه وايي چي اړوند ارگانونه بايد دداسي کار ځايونو په لټه کي سي چي بې وزلي مېرمني پکښي کار وکړي.

يوې بلي مېرمني هم ورته ستونزه ياده کړې او وويل چي سهار تر ماښامه د خپل کور کرايه نسي برابرولای. د نوموړي په خبره که مجبوره نوای نو دا هيڅ کله له خپله کوره نه وتله.

د کندهار ولايت د ښځو چارو رياست وايي چي د ښځو لپاره يې د کاري زمينو د برابرولو هڅي گړندۍ کړي دي. خو په خبره يې چي دا رياست مېرمنو ته د دندو د پيدا کولو اداره نه ده.

ددغه رياست د ريسې اغلي پاينده زبيدې په خبره دوی د ښځو دپاره د بيلابيلو کسبونو د زده کړي کورسونه جوړ کړي تر څو مېرمني زده کړي پکښي وکړي او بيا د هغې لاري خپلي ستونزي حل کړی.

دا په داسي حال کي ده چي په ليري پرتو سيمو کي لا د ښځو په وړاندي د ځينو ناوړه دودنو له امله تاوتريخوالى يوه بله ستره ستونزه ده چي ډيرى وختونه يي له وجهي ښځي خپل ژوند ته د پای ټکى ږدي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل