د کندهار د هوايي ډګر ۵ ښځينه کارکونکي ووژل سوې
۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبهپه کندهار کي وسله والو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۷مه نېټه) د کندهار د هوايي ډګر د ښځينه کارکوونکو پر موټر بريد وکړ. په دغه بريد کي يو موټروان او پنځه ښځينه سپرلي وژل سوي دي.
د کندهار د ولايت وياند صميم خپلواک و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي بريد هغه وخت تر سره سو کله چي دغه مېرمنې د هوايي ډګر پر لور په موټر کي روانې وې. نوموړي زياته کړې چي بريد د درو وسله والو لخوا تر سره سو. د بريد کوونکو په هکله ويل سوي چي پر موټر سايکلونو سپاره ول.
وياند ويلي: «په موټر کي سپرې ټولي مېرمني وژل سوي دي. بريد کوونکي د بريد وروسته په تېښته بريالي سوي خو د چارواکو پلټنې دوام لري.»
د کندهار هوايي ډګر لوړپوړي چارواکي احمدلله فيضي ويلي دي چي وژل سوي مېرمني د يوې خصوصي کمپنۍ کارکوونکې وې. د فيضي په وينا دغو مېرمنو په هوايي ډګر کي د سامان په برخه او د ښځينه ؤ د تلاښۍ په برخه کي کار کاوه.
احمدالله فيضي ويلي چي وژل سوي مېرمنو تر مخه لا ځان ته ګواښ احساساوه او د خپل امنيت په هکله اندېښمنې وې. د نوموړي په وينا ولي چي دغو مېرمنو ته د هغوی د کار په تړاو په ليکونو کي تحديدونه سوي ول.
تر اوسه چا د دغه بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې. خو د کندهار په ولايت کي د ښځو له پاره د کور دباندي کار کول ډېر ستونزمن دي. کومې مېرمني چي د کور څخه دباندي کار کوي نو د طالب او نورو وسله والو د بريدونو ګواښ مني.
د افغان مېرمنو په هکله ويل کيږي چي په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژيم د ړنګېدو راهيسي يې زيات پرمختګونه کړي دي. خو د هغه باوجوده اوس هم افغانستان يو د هغو هيوادونو څخه دی چيري چي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی ډېر زيات دی.
د افغانستان لوی څارنوالۍ د ۲۰۱۶ کال په لومړيو ۸ مياشتو کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ۳۷۰۰ دوسيې درج سوي و. په دې توګه سره دغه شمېر د تېر یعني ۲۰۱۵ کال په پرتله ۵۰۰۰ دوسيې زياتي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.12.2016):