شخړي
د کندهار امنیې قوماندانۍ مخې ته موټر بم چاودنه شوې
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهاعلان
د کندهار د پولیسو یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ د نوم د نه ښوولو په شرط رویترز خبري آژانس ته وویل چې یاغیانو د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ مخکې ته د موټر بم چاودنه وکړه.
هغه زیاته کړه: «یاغیانو له چاودیدونکو موادو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړه او یو شمیر وسله وال زموږ د اصلي دفتر شاوخوا ودانیو ته ننوتي دي.»
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې پړه نه ده منلې او لا هم د پیښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته.
(M.J/N.Z(Reuters