د کلفورنیا د ځنګله ویجاړونکی اور
د کلفورنیا په ځنګله کې لګیدلی اور لا هم نه دی مهار شوی. دغه اور چې ورته د «کمپ فایر» نوم ورکړل شوی تر اوسه د ۴۲ کسانو ژوند اخیستی چې د دغه ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړی ګڼل کی او تر ۷۱۰۰ زیاتې ودانۍ یي سوځولي دي.
د کلفورنیا په ځنګله کې د لګیدلي اور له کبله اوس هم د خلکو د مړینې رپوټونه ورکول کیږي. د دوشنبې په ورځ د کلفورنیا په شمال کې د دغه اور له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۴۲ تنو ته لوړ شو. دا د دغه ایالت په تاریخ کې په ځنګله کې د اور لګیدو تر ټولو خونړۍ پيښه شمیرل کیږي.
شا او خوا ۲۵۰ زره کسان د اور لګیدنې له کبله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي او ډیر شمیر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې کې د اور له لمبو څخه خپله خطرناکه تیښته مستند کړې ده. ژغورنکې ډلې د مړو شوو او ژوندي پاتې شوو کسانو په لټه کې دي.
د پراډایز، په نوم کوچني ښارګوټي کې چې ۲۷۰۰۰ تنه نفوذ لري او د سکریمنتو شمال ته پروت دی لس ډلې د لټون په چارو بوختې دي. دغه ښارګوټی د ایرو په ډیران اوښتی دی او تر ۶۰۰۰ زیات کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي. د پراډایز ښار دغه انځور کې یوازې د کور یوه زینه تر سترګو کیږي چې د کور تر ویجاړیدو وروسته پاتې ده.
د مالیبو د سیمې په شمول چیرې چې ډیری مشهور کسان ژوند کوي، د ځنګله اور په زرونو کورونه له منځه وړي دي. هنرمن ګیرارد بتلر، د انستاګرام په پیغام کې ویلي دي چې نیمایي کور یې سوځیدلی دی.
د مالیبو د ټولې سیمې د خالې کولو امر شوی دی. دغه آسونه په موقتي توګه دې ځای ته لیږدول شوي دي. اور د اوکاس سیمه هم اغیزمنه کړې ده. تیره اوونۍ په دغه سیمه کې یو برید ګر په یوه نڅا کلب کې ۱۲ تنه په ډزو وژلي وو.
په داسې حال کې چې د باد او وچې هوا له کبله د اوونۍ په اوږدو کې د اور د پراخیدو احتمال شته، د کلفورنیا پرته د نورو ایالتو اور وژونکي عمله هم دغه ایالت ته ورسیدلې ده. لا هم اور په بشپړه توګه نه دی مهار کړی شوی. د کلفورنیا ګورنر جیري براون په دغه ایالت کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.