1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ په ټي-۱۰ لیګ کې کوم افغان لوبغاړي لوبیږي

۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبه

د ټي ۱۰ یا ټي ټین په نامه د کریکټ سوداګریز لیګ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د راتلونکې نومبر میاشتې په ۲۱ نیټه پیلیږي. د ګڼ شمیر نړیوالو لوبغاړو په ګډون، په دې سوداګریز لیګ کې یو شمیر افغان لوبغاړي هم برخه لري.

https://p.dw.com/p/37HAs
Offizielles Logo T Ten cricket league

د ټي –۱۰ یا T10 په نامه د کریکټ سوداګریز لیګ د روان کال په نومبر میاشت کې په متحده عرب اماراتو کې پیلیږي. د دغه سوداګریز لیګ یو ځانګړی خصوصیت دا دی چې ټولې لوبې یې ۱۰ اوریزه دي او تر ۲۰ اوریزو لوبو په لنډ وخت ګټونکی او بایلونکی معلومیږي.

ورته مضمون:حضرت الله ځاځي کوم ریکارډونه ټینګ کړل؟

د متحده عرب اماراتو دغه لیګ د کریکټ د نړیوالې شورا له خوا تائید شوی دی. په دې سوداګریز لیګ کې ټولې اته لوبډلې ګډون لري. د کریکټ پر ګڼ شمیر نړیوالو څیرو سربیره په دې سوداګریز لیګ کې ګڼ شمیر افغان لوبغاړي هم لوبیږي.

کوم افغان لوبغاړي اخیستل شوي؟

په دغه سوداګریز لیګ کې د کریلا کینګ، کراچینز، پښتون، راجپوت، پنجاب لیجیندز، مراتا عربین، بینګال ټایګرز او نارترن واریرز په نامه لوبډلې یو له بل سره سیالي کوي. تر اوسه پورې په دې لوبډلو کې ۱۲ افغان لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

په دې ترڅ کې کریلا کینګ تر اوسه پورې کوم افغان لوبغاړی نه دی اخیستی. کراچینز لوبډلې بیا په خپله لوبډله کې یوازې سمیع الله شینواری اخیستی دی. د دې ترڅنګ پښتون لوبډلې درې افغان لوبغاړي هر یو شاه پور ځدراڼ، ګلبدین نائیب او شرف الدین اشرف په خپله لوبډله کې اخیستې دي.

راجپوټ لوبدلې بیا شهزاد محمدي او قیس احمد اخیستي دي. پنجابي لیجندز بیا یوازې ظاهر خان اخیستی دی او مراتا عربین لوبډلې بیا د راشد خان په ګډون نجیب الله ځدراڼ او حضرت الله ځاځی اخیستي دي. بینګال ټایګرز بیا د افغان ورو توپ اچونکو جوړه یعنې محمد نبي او مجیب الرحمن را نیولي دي. وروستی لوبډلې نارترن واریرز هم د کریلا کینګ په څیر تر اوسه پورې کوم افغان لوبغاړی نه دی اخیستی.

په دغو لوبو کې ټولې اته لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب باندې ویشل شوي دي. په الف لوبډله کې کریلا کینګز، پښتون، کراچینز او راجپوت لوبډلې شاملې دي. په ب ګروپ کې پنجابي لیجندز، مراتا عربینز، بینګال ټایګرز او نارترن واریرز لوبډلې شاملې دي.