1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې څه زده کړل؟

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

د ۲۰۱۹م کال کریکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کریکټ لوبډلې سفر پای ته ورسید، بې له دې چي کومه لوبه وګټي. په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې د لاس ته راوړنو، نیمګړتیاوو او د بدلونونو په هکله د کارپوهانو نظرونه.

https://p.dw.com/p/3LdTM
ICC Cricket World Cup - Bangladesh gegen Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Davidson

د کریکټ په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله نهمه او وروستۍ لوبه پر ویسټ انډیز په ۲۳ منډو وبایلله او په دې سره یې په دغه جام کې سفر پای ته ورسید. په افغانستان کې د کریکټ د چارو ځینې مبصرین په دې آند دي چې د افغانستان لوبډلې هغسې لوبه ونه کړې چې ترې تمه کیده یا تر مخه یې کړي دي.

لاس ته راوړنې

د افغانستان د کریکټ لوبډله په خپلو پنځو لومړنیو لوبو کې ښه ونه ځلیده او آن په لومړیو څلورو لوبو کې د پوره پنځوسو اورونو په لوبولو و نه توانیده. خو په وروستیو څلورو لوبو کې یې سخته مقابله وکړه، خو بخت ورسره یاري و نه کړه.

د کریکټ د چارو افغان مبصر ضیا وهاج په دې آند دی چې پر نیمګړتیاوو او تیروتنو سربیره د افغانستان لوبډلې ځینې لاس ته راوړنې هم لرلي. د هغه په آند افغانستان وکولای شول چې د نړۍ له نهو بهتره لوبډلو چې نړیوال جام ته یې لاره موندلې ولوبیږي. هغه یادونه کوي چې «د انګلستان پر پیچونو د افغان لوبډلې له خوا د پنځوسو اورونو لوبیدل به له دوی سره مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د هندوستان، پاکستان او نورو لوبډلو سره لوبیدل ورته آسانه شي.» هغه د زړو لوبغاړو په پرتله د ځوانو لوبغاړو ښه ځلیدلو ته اشاره کوي، چې د بیلګې په توګه د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبه کې د اکرام علي خیل ښه لوبه وه.

نیمګړتیاوې

مشتاق رحیم چې یو وخت د کریکټ بورډ مشرۍ ته هم کاندید وو او د کریکټ په هکله مقالي لیکي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په خپله په نړیوال جام کې لوبیدل وړه خبره نه ده. خو هغه وایي چې نړیوال جام سیالیو څخه باید موږ دا زده کړي وي چې د انګلستان شرایطو ته په کتو سره لوبډلې پوره چمتووالی نه درلود: «موږ کابو ټولې لوبې په شارجه یا هندوستان کې کړي دي، نو له تخنیکي لحاظه موږ پوره چمتو نه وو. لوبه په انګلستان کې کیده او د انګلستان پيچونه له تیزو بالرانو سره مرسته کوي او زموږ په لوبډله کې یوازې یو فټ تیز بالر وو.»

تر اوسه چې د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې تر ټولو زیاتو لوبغاړو ویکټې اخیستي نو په لومړیو اتو کسانو کې تیز بالران یا توپ اچونکي ول.

د لوبډلې د نه چمتووالي ستونزې ته د ضیا وهاج او مشتاق رحیم په څیر د افغانستان د کریکټ مبصر بادام احمدزی هم اشاره کوي او وایي چې دا د کریکټ د ادارې کمزوري وه چې هم اوس او هم په پخوا وختونو کې ولې ونه توانیدل چې له غښتلو لوبډلو سره لوبې برابري کړي: «د افغانستان د لوبډلې د ماتو ستر لامل همدا وو چې د افغانستان لوبډلې چمتووالی په هندوستان کې نیوه او سیالۍ په انګلستان کې وي. په کار دا وه چې د انګلستان په شا او خوا کې دغه چمتووالی نیول شوی وای.»

د نړیوال جام سیالیو ترمخه د افغانستان لوبډلې د سکاټلنډ او آیرلنډ لوبډلو سره څو لوبې کړې وي او همداشان په انګلستان کې له پاکستان او انګلستان له لوبډلو سره یې یوه، یوه تمریناتي لوبه وکړه.

د کریکټ افغان مبصرین د افغانستان د کریکټ د لوبغاړو د فټنس په هکله هم یادونه کوي او وایي چې دا د لوبغاړو له پاره تر ټولو ضروري او مهمه موضوع ده چې افغان لوبغاړي له فزیکي لحاظه لوبې ته چمتو وي.

د ضیا وهاج به آند فټنس مستقیم اغیز په فیلډنګ باندې لري او د آی سي سي ارقام ښيي چې په لومړنیو اتو لوبو کې افغان لوبډلې څه د پاسه سل رنزونه د مس فیلډنک له کبله له لاسه ورکړي دي. د افغانستان اوپنر شهزاد محمدي په نړیوال جام کې تر دوو لوبو وروسته د زنګانه د ټپ له کبله له نړیوال جامه وایستل شو.

د لوبغاړو تر منځ اختلاف؟

ځینې کسان داسې شک کوي چې ګنې د افغانستان لوبډله د خپلمنځي اختلافونو ښکار ده. ضیا وهاج وايي چې تر نړیوال جام لږ څه مخکې اصغر افغان له کپتانۍ لیرې کول او پر ځای یې د بل داسې کس راوستل چې په نړیواله سطحه یې هیڅ کپتاني نه وي کړي یوه سمه پریکړه نه وه او کپتان ګلبدین نایب هم د لوبې په یو موټي کولو و نه توانید.

له کپتانۍ څخه د اصغر افغان د لیرې کیدو پر پریکړه باندې راشد خان او محمد نبې د ټویټر د پیغامونو له لارې خپل مخالفت څرګند کړی وو.

بادام احمدزی هم په دې نظر دی چې د نورو مسایلو تر څنګ خپلمنځي اختلافات او د افغانستان د لوبغاړو له خوا د مسئولیت نه اخیستل د افغانستان پر لوبډلې خپل اغیز شیندلی وو. بادام احمد زی وایي چې «د افغانستان د کریکټ بورډ له غړو نیولی تر لوبغاړو پورې له ولسه د ماتو له کبله بخښنه وغواړي او دغه ډول ټولې ستونزې په ګوته کړي.»

د افغانستان د لوبډلې کپتان ګلبدین نایب له ویسټ انډیز څخه تر لوبې بایللو وروسته د خپلې لوبډلې له مینه والو بخښنه وغوښته.

کورني کریکټ ته وده ورکول

د کریکټ د بهیر د ساتلو له پاره کورني کریکټ ته وده ورکول یوه له مهمو موضوعاتو ګڼل کیږي. ضیا وهاج وایي چې د افغانستان داخلي کریکټ ته توجه وشي او هغه لوبغاړي چې له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې په لوبډله کې لوبیږي، نوو ځوانو ته ځای ورکړي. هغه وایي چې دغه پخواني ځیني لوبغاړي لکه اصغر افغان او حمید حسن د کورني کریکټ په برخه کې د روزونکو په توګه کار وکړي.

مشتاق رحیم هم پر دې ټینګار کوي چې تر ټولو مهمه موضوع پر کورني کریکټ باندې پانګونه ده: «د کورني کریکټ معیار باید پورته یوړل شي او کله چې لوبغاړي نړیوال جام لوبو ته ځي نو د کور دننه باید چمتو شوي اوسي.»

د نړۍ په کچه د کریکټ په ډګر کې په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانستان لاس ته راوړنې بې سارې ګڼل کیږي. افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د کریکټ د نړیوالې شورا غړیتوب تر لاسه کړ. ضیا وهاج وايي چې د نړیوال غړیتوب ترلاسه کولو وروسته د کریکټ سم مدیریت مهم دی او په دې برخه کې بنیادي تغیراتو ته ضرورت دی.

هغه یادونه کوي چې په ۲۰۰۳م کال کې د کینیا لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته ووته، خو تر هغه وروسته یې بیا نور نړیوال جام ته لاره ونه مونده او نن یې څوک نوم هم نه یادوي. هغه همداشان د زمبابوې لوبډله یادوي چې یو وخت خورا غښتلې لوبډله وه سږکال له نړیوال جامه پاتې شوه. هغه د دې اصلي علت د کرکیټ ادارو د مسوولینو له خوا د چارو ناسم مدیریت یادوي: «که چیرې افغانستان غواړي چې د کریکټ لاس ته راوړنې نه یوازې وساتي، بلکې نورې یې هم ډیري کړي نو اړتیا ده چې زموږ د کریکټ چارې په سمه توګه مدیریت شي.»

س.ر