1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ نړیوالې شورا د افغانستان د پریمیر لیګ پلان ومنه

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

د کریکټ نړیوالې شورا یا ICC پر خپله انترنتي پاڼه باندې په یوه خپور شوي خبر کې لیکلي دي چې دغې ادارې د افغانستان د کریکټ بورد هغه پلانونه منلي دي چې غواړي له مخې یې پریمیر لیګ یا APL په لاره واچوي.

https://p.dw.com/p/332Zv
Cricket World Cup 2015 Afghanistan Schottland
انځور: Getty Images/William West

په دې ترتیب سره به نو دغه سیالۍ د روان کال د اکتوبر له پنځمې نیټې څخه تر ۲۱مې نیټې پورې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغاړي کې ترسره شي. په لوبو کې به پنځه لوبډلې برخه واخلي.

تمه کیږي چې په لیګ کې د ښکیلو لوبډلو د داوطلبي بهیر به د روانې میاشتې په وروستیو ورځو کې په لاره واچول شي.