1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کریمیا تر الحاق پنځه کال وروسته د پوتين محبوبیت کم شوی

۱۳۹۷ اسفند ۲۵, شنبه

په ۲۰۱۴ م کال له روسیي سره د کریمیا نیمه ټاپو تر الحاق پنځه کاله وروسته، روسان د خپل حکومت له رهبرۍ څخه دومره خوشحاله نه دي لکه پخوا چې وو. د یوې نظر سنجۍ له مخې د پوتين محبوبیت د پنځه کاله مخکې په پرتله ډیر کم شوی.

https://p.dw.com/p/3FAiq
Moskau Jahrestag Krim Annektion Konzert Putin Plakat
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Bobylev

پنځه کاله مخکې د روسیي خلکو له دغه هیواد سره د کریمیا ټاپو د یوځای کولو هرکلی کړی وو، خو اوس په نظر پوښتنو کې لیدل کیږي چې د کریمیا تر اشغال د مخکې وخت په پرتله د ولسمشر ولادیمير پوتين په محبوبیت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

دغه اشغال چې په مسکو کې ترينه د «د دویم ځلي یوالي» په نوم یادونه کیږي د روان کال د مارچ په ۱۶نیټه پنځه کلن شو. پنځه کاله مخکې پر پرمختللو وسلو سمبال بی له رسمي نښان څخه نقاب لرونکو کسانو د کریمیا ټاپو واک په خپل لاس کې ونيوه.

د ۲۰۱۴م کال د مارچ میاشتې تر ۱۶ نیټې وروسته د روسیي حکومت له اوکراین څخه د دې نیمه ټاپو د جلاوالي په اړه د یوې قانوني ټولپوښتنې له پاره د رای ګیرۍ اعلان وکړ. د دې ټولپوښتنې ‍پایلې په نړیواله کچه په رسمیت ونه پيژندل شوې. د همدې کال د مارچ په ۱۸ د کریملین رهبري په روسیه کې د کریمیا شاملیدل اعلان کړ.

روسانو د کریمیا له الحاق څخه تود هرکلی وکړ

د کریمیا الحاق د روسیي د ولس ترمنځ په بی ساري توګه وستایل شو. د پوتين محبوبیت تر ۸۰ سلنې هم لوړ شو. په داسې حال کې چې مخکې تر دې دغه محبوبیت ۶۰ سلنې ته ورسیده. په مسکو کې د اقتصاد د فاکولتې استاد نیکولاج پتروف، وایي: «زه کولی شم هغه له مستۍ سره پرتله کړم. په ۲۰۱۴ کال کې خلکو دا احساس درلود چې هر څه ممکن او مجاز دي. خلک د روسیي دوباره ترلاسه شوي ستر کیدل نشه کړي ول. د اندیښنې احساس هم په همدې کچې کمه شوې وه.»

د مسکو له څیړنیز مرکز څخه ګاسا، په ډیر باور سره وایي چې د خلکو ترمنځ د کریمیا تاثیراتو ساری نه درلود او د روسیي د تاریخ له بل هیڅ کومې پيښې سره د پرتلنې وړ نه وو.

د «مدني ټولنې د ابتکار کمیټې» د غیر دولتي سازمان څخه الکسې تیتکوف، د روسانو د دوو ډلو ترمنځ تفاوت ته قایل دی چې په هغه وخت کې یي په کریمیا کې د پوتین له چلند څخه ملاتړ کړی وو. دواړه ډلې په ګډه د دغه هیواد د نفوسو دوه پر دریمه برخه تشکيلوي.

د تیتکوف په خبره: «یوه ډله یي جګړې او افراطي نظر ته ډیر تمایل لري، د بیلګې په توګه نظامي مداخله یا له لویدیځ سره په بشپړ ډول د اړیکو پریکولو ته، خو بله ډله یې محتاطه او عمل خوښونکې ده. په دې دویمي ډله کې په دې وروستیو کلونو کې ډیر تغیرات رامنځته شوي دي.» خو اوس له روسیي سره د کریمیا تر الحاق پنځه کاله وروسته هغه شوق او لیوالتیا نه لیدل کیږي.

ش.ن/ باریسهاوا، الینه