د کرويشيا پر پوليسو له مهاجرو سره د بد چلند په اړه نيوکي
۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبهد بشري حقونو د څار سازمان په خپل يوه تازه رپوټ کې له مهاجرو سره د کرويشيا د پوليسو پر غيرانساني چلند نيوکې کړي دي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې هغه مهاجر چې د کرويشيا له غيررسمي سرحدونو څخه دغه هيواد ته داخليږي، له سختو عذابونو سره مخامخ کيږي.
په رپوټ کې ويل شوي دي چې مهاجر د کرويشيا پوليسو له خوا تر نيول کيدو وروسته توهين، وهل او ټکول کيږي او بيرته بوسنيا هرزګوينا ته استول کيږي.
د بشري حقونو د څار سازمان په وينا د کرويشيا پوليس حتي له ماشومانو سره هم بد چلند کوي.
دغه رپوټ د شلو مهاجرو د څرګندونو پر اساس تنظيم شوی دی. له دوی څخه ۱۶ کسانو يې چې په هغو کې ماشومان هم دي، تائيد کړې ده چې د کرويشيا پوليسو په سوکانو او لغتو وهلي دي. ځينو يې حتي ويلي دي چې پوليسو يې نغدې پيسې او قيميتي شيان هم ترې اخيستي دي.
د کرويشيا سرحدي پوليس د يو اصل له مخې هيڅ مهاجر ته اجازه نه ورکوي چې دغه هيواد ته دننه او د پناه غوښتنه وکړي. په دې ترتيب په دغه هيواد کې له افرادو څخه د قانوني اقامې حق اخيستل شوی دی.
په بالکان او ختيځې اروپا کې د بشر حقونو د څار سازمان همغږې کوونکې ليديا ګال وايي: «کرويشيا هيواد مکلف دی چې د مهاجرو او پناه غوښتونکو ملاتړ وکړي، خو موږ وينو چې د دغه کار پر ځاي پوليس مهاجر وهي ډبوي او هغوی له پولې بيرته شړي.»
د کرويشيا دولت تر دې مخکې د نړيوالو سازمان دغه شان نيوکې رد کړې دي.
په لومړيو کې مهاجرو له يونان څخه ځانونه د مقدونيا، سربيا او هنګري له لارې لويديځې اروپا ته رسول، خو د بالکان لارو په تړل کيدو اوس ډير مهاجر د بوسنيا، کروشيا او سلونيا له لارو کار اخلي.
د بوسنيا ادارو د روان (۲۰۱۸م) کال د نومبر مياشتې تر پايه شاوخوا ۲۳ زره مهاجر ثبت کړي دي. د مرستندوي سازمانونو په آند، د دغو مهاجرو ډيره برخه یې د قاچاقچيانو په مرسته مرکزي او لويديځې اروپا ته رسيدلي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: