1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا پرضد به بې پیلوټه الوتکي وکارول سي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

تر اوسه لا په آلمان کي په استثنايي ډول له بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل کیږي. هغوی په هوا کي ګزمه کوي ترڅو د کرونا د بحران پر وخت د خلکو له ګڼه ګوڼي څخه ډک ځایونه وڅاري. اوس هڅه کیږي چي دغه کار لا پسي زیات سي.

https://p.dw.com/p/3akeg
BdTD - Niederlande Heerlen Drohne mit Megafon
انځور: Getty Images/AFP/ANP/M. van Hoorin

د پولیسو اتحادیه بې پیلوټه الوتکو ته د کرونا د بحران پر وخت د خلکو د تګ راتګ د کنترول له پاره د یوې ممکنه آلې په سترګه ګوري.

د نوموړي ادارې معاون یورګ رادیک، ویلي دي چي د بې پیلوټه الوتکو کارول به له پولیسو سره مرسته وکړي چي په لویو ښارونو کي د تجمع پر مرکزونو او یا هم پارکونو باندي لا ښه څارنه وکړي.

دغه الوتکي کولای سي په هدفمندانه ډول د خلکو تجمع تر څارني لاندي ونیسي. همدارنګه د آلمان د پولیسو د اتحادیې مشر ویندت، په ښکاره ډول د دغو الوتکو د کارولو خبره وکړه. هغه ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چي د دا ډول الوتکو ظرفیت لاپسي ډیر کړي.

تر اوسه له بې پیلوټه الوتکو څخه د خلکو د تجمع د کنترولولو له پاره یوازي په استثنايي حالاتو کي کار اخیستل کیږي.

د جرمني د نورد راین ویستفالین ایالت د پوليسو لس ادرې اوس د دوو دوو بې پیلوټه الوتکو ماموریت آزمايي. لکه څنګه چي د پولیسو د مرکزي ادارې یوې ویاندي ویلي دي، د دغو الوتکو آزموینه په دوسلدورف او دورتموند کي د کرونا بحران پر وخت تر سره سوې.

دغه کوچنۍ الوتکي به د نورو ترڅنګ دا وظیفه پر غاړه ولري چي هغه ځایونه په نښه کړي چي ډیر خلک پکښي راټولیږي او بیا د لوډ سپیکر له لاري هغوي ته د ناروغیو د خطر په هکله خبرداری ورکړي. دغه خبرداری د ګزمي پر وخت د عادي پولیسو خبرداري ته ورته دی.

د تصویرونو نه ثبتیدل

د دوسلدروف د پولیسو یوه ویاند ټینګار کړی دی چي د بې پیلوټه الوتکو کمرې به د یوه انسان څیره په واضح ډول نه ښيي. همدارنګه به هیڅ تصویر نه ثبتیږي. دلته خبره یوازي پر څارني باندي ده. تر ټولو د مخه د هغو سیمو څارنه چي سړی یې په آساني سره نه سي کنترولولای.

دا چي دغه ډول څارنه به د ایستر د اختر د ورځو پر وخت هم کیږي، د دوسلدورف او دورتموند چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.

همدارنګه د هیسن ایالت پولیس هم ۱۰ دغه ډول الوتکي چی بیلابیلي اندازې لري، په اختیار کي لري. خو د کورنیو چارو وزارت په خبره، د کرونا د بحران پر وخت تر اوسه پوري یوازي له یوې څخه کار اخیستل سوی دی.

په میکلینبورګ فورپومیرن کي بیا د ژغورني عملې یوازي یوه بې بیلوټه الوتکه کارولې ده، هغه هم د ریوګن د ټاپو د ساحل د کنترول له پاره. ددغو الوتکو کامري کولای سي د کباب اخیستلو پر وخت د هغه د اوربلولو عکسونه هم واخلي.

د آلمان په ډیریو ایالتونو کي پولیس په اوس وخت کي له عادي میتودونو څخه کار اخلي تر څو د کرونا بحران له قیوداتو څخه د سرغړوني پیښي کشف او هغه وڅیړي.

د نیدرزاکسن ایالت د پولیسو یوې ویاندي ویلي دي چي د لوډسپیکرونو له لاري خلکو ته لارښووني کوي، خو هغه په راتلونکي کي د دې کار له پاره د بې پیلوټه الوتکو ګومارل هم له امکانه لیري نه بولي.

همدارنګه د بایرن ایالات هم په اوس وخت کي د بې پیلوټه الوتکو کارول ضروري نه بولي او ددغه ایالت د کورنيو چارو وزارت په حواله به په اول سر کي حالت همداسي دوام پیدا کړي.

د جرمني ځینو نورو ایالتونو هم ویلي دي چي د کرونا د بحران پر وخت د څارني له پاره به دغه ډول الوتکي ونه کاروي.

زموږ له آرشیف څخه: