1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا پر وخت په آلمان کي د ښکلا جراحي عملیات زیات سوي

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

په آلمان کي د پلاستیکي جراحیو یوه ډاکټر ویلي چي د کرونا بحران د مخ د ښکلا د جراحۍ بازار گرم کړی او د محدودیتونو د وضع کولو په نتیجه کي د بدن د وزن د زیاتوالي له امله له بدن څخه د غوړ د ایسته کولو عملیاتونه هم زیات سوي.

https://p.dw.com/p/3emEq
Symbolbild Operation
انځور: picture alliance/dpa/U. Anspach

د ښکلا جراح کارل شوهمن د جمعې په ورځ د آلمان د پلاستیکي جراحیو د ډاکټرانو د اتحادیې په غونډه کي د دوسلدورف په ښار کي وویل » د کرونا پر وخت د ماسک اجباری تړل کیدل ، په هنداره کي د ځان په هکله د انسانانو دید ته تغییر ورکړی.«

کارل شوهمن چي ددغه کنفرانس رییس هم دی څرگنده کړې چي د ماسکونو تر اجباري تړلو مخکي به د خلکو نظرونه ټول بدن ته اچول کیدل ، خو اوس دغه ډول نظرونه یوازي پر سترگو باندي متمرکز دي.

شوهمن رپوټ ورکړی چي »د کرونا د بحران سره سم د سترگو د شا جراحي ډیره سوې ده« هغه زیاتوي چي د شونډو د ښکلا جراحي عملیات هم په ښکاره ډول ډیر سوی چی دلیل یې د ماسکونو اجباري اغوستل په گوته کوي.

هغه څرگنده کړې چي » په شونډو کي اصلاحات راوستل کیدای سي د لنډ وخت له پاره شنې او سرې لَکې رامنځته کړي او یا هم هغه وپړسیږي ، په دې ډول ماسکونه کولای سي د شونډو عملیات پټ وساتي.«

علاوه پر دې جراحي ډاکټران په دې اړه د کرونا پر وخت پر تگ راتگ باندي د وضعه سوو محدودیتونو له امله د وزن د زیاتوالي څخه هم خبري کوي. په همدې دلیل د هغوی په نظر د بدن د غوړ د کمولو یا ایستلو جراحي عملیاتونه هم په ښکاره ډول زیات سوي دي.

جراحي ډاکټران زیاتوي چی دغه بهیر به په ډیر احتمال سره لا پسي پیاوړی سي. د هغوی د رپوټ له مخي د کرونا تر بحران مخکي لا د بدن د غوړ د ایستلو جراحي عملیاتونه د تیر کال په پرتله ۶۰ سلنه ډیر سوي ول.

د موضوع اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: