1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا پر ضد ماسکونه څومره وخت نور؟

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

ایا په جرمني کي به مغازو ته تگ بیرته بې له ماسکونو اغوستلو څخه ممکن سي؟ ددغه هیواد د میکلنبورګ فورپومرن ایالت د ماسکونو لیري کولو وړاندیز نوي تاوده بحثونه رامنځته کړي دي. ځینو يې پلوي او ځینو بیا ورسره مخالفت ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/3eqvm
Tourismusstart in Mecklenburg-Vorpommern | Harry Glawe (CDU
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

د جرمني د میکلنبورګ فورپومرن ایالت د اقتصاد وزیر، هېري ګلاوه وویل، چي«که په کرونا ویروس اخته کیدل همداسي لږ پاته سي، لکه تر اوسه پوري، نو زه نور د دې له پاره هیڅ دلیل نه وینم، چي د ماسکونو مکلفیت بیا هم دوام پیدا کړي.»

هغه ويلي دي چي دی د دوکاندارانو او مغازو د مالکینو هغه تشویش ښه درک کولای سي، چي هلته دي د ماسکونو اغوستلو مکلفیت لغو سي. د جرمني په شمال شرق کي پروت دغه ایالت کي تر ټولو لږ د کرونا ویروس پيښي موجودي دي.

د ګلاوه دغه پیشنهاد د ماسکونو د ایښولو موضوع بیرته توده او سخت جروبحثونه یې رامنځته کړي دي. د نیدرزاکسن ایالت د اقتصاد وزیر، بیرند الټ هوسمن هم ویلي دي چي په مغازو او دوکانو کي دي «د ماسکونو ایښولو سخت مقررات دي په راتلونکو میاشتو کي په یوې سپارښتني باندي تبدیل سي.»البته په دې شرط چي که په کرونا د اخته کیدو پیښي راکمي سي.

په زاکسن ایالت کي هم د ماسکونو د لیري کولو موضوع څیړل کیږي. د دغه ایالت د اجتماعي مسایلو وزیري، پیترا کوپینګ وویل، چي«موږ همدا اوس دا څیړو چي ایا موږ په مغازو او دوکانونو کي د ماسکونو اغوستلو د مکلفیت څخه صرف نظر کولای سو.»

د زاکسن انهالت د عامې روغتيا وزیري پیترا ګریم-بینه هم په متوسط وخت کي دماسکونو د مکلفیت له منځه وړل غواړي. دا غواړي، چي پر دې موضوع دي په سنأ کي بحثونه وسي.

«ډير مؤثره اقدام»

خو بیا په مغازو او دوکانو کي په لنډ وخت کي د ماسکونو د مکلفیت د له منځه وړلو پرضد د بایرن، شلیسویګ-هولشټاین،هامبورګ او براندنبورګ ایالتونو خبره کړې ده. دهامبورګ د سنا ویاند، مارسیل شوایڅر دلیل راوړی دی، چي «د کرونا پانډمۍ په جریان کي د ساینسپوهانو هغه نظر په اثبات ورسیدی، چي د ماسکونو ایښول یو ډیر مؤثر اقدام دی. » حتی د ډير نفوس لرونکی ایالت نوردراین ویستفالن هم په احتیاط سره عکس العمل ښوولی دی.

Bayern I Ministerpräsident Markus Söder I Schutzmaske
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د جرمني د عامې روغتيا وزیر، یېنس شپان هم د تویت له لاري په دې موضوع کي د احتیاط څخه خبره کړې ده. هغه ویلي دي،«چي زه د معامله ګرانو بې صبرۍ او نورمال حالت ته د ورګرزیدو له ارزو څخه پوهیږم، خو د کرونا ویروس لا ژوندی دی. چیري چي په تنګو او تړلو ځایونو کي همیشه لازمه فاصله نه سي مراعتیدلای، یوازنی ښه شی ماسکونه دي.»

د میکلنبورګ فورپومرن ایالت د دغه پیشنهاد څخه بیا د انتظار سره سم د جرمني تجارتي اتحادیې(HDE )هرکلی کړی دی. ددغي اتحادیې ادري رئیس، شتیفان ګېنټ ویلي دي چي «د مغازو او دوکانو له پاره دا ډیره ښه ده، چي د ماسکونو مکلفیت لیري سي، البته په دې شرط چي د صحي او سیاسي لحاظه دا ممکنه وي او هم یې لیري کیدل عاقلانه وي.»

خو دا چي کله او په کوم ځای کي به دغه اقدام ممکن سي، ددې تصمیم باید یوازي سیاست او طبابت ونیسي.