1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا وروستیو پيښو ته لنډه کتنه

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي په چین کي د کرونا پيښي راکمي سوي، په اروپا او امریکا بيا په چټکۍ سره ډیریږي. نړیوال صحي سازمان اوس د لا ډیرو کسانو د مړه کیدو اندیښنه لري. دویچه ویله د کرونا وروستیو پيښو ته لنډه کتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ZxiF
Coronavirus - Ägypten
انځور: picture-alliance/dpa/G. Hamdy

ډیري مهمي پيښي په لنډ ډول:

د روغتيا نړيوال سازمان د مړو د بې حده ډیریدو اټکل کوي-

هندوستان قیودات نورهم شدید کړل

د چین په هوبای ولایت کي بيا د خلګو قرانطین تر ډیره حده لږ سوی

تفصیل:

په هسپانيا کي د کرونا په ویروس مړه سوو خلګو تعداد د یوې ورځي په جریان کي تر۵۰۰ هم واوښت. په کرونا ویروس باندي د اخته کسانو تعداد د صحي چارواکو په حواله ۳۹۶۷۳ تنو ته لوړ سو.

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله امریکا او اروپا اوس د کرونا ویروس مرکزونه دي. د دغه سازمان یوې ویاندي وویل، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي یوازي ددغو براعظمو څخه ۸۵ فیصده واقعو د ثبتیدو خبر رارسیدلی دی.

دغه سازمان انتظار لري، چي د اوس ۱۴۵۱۰ مړه سوو کسانو تعداد به په مراتب سره نور هم لوړ سي. د ایټالیا په ارتباط دغه سازمان ددې هیله مندي ویني، چي سخت مقررات او محدودیتونه خپل تاثیرات ښکاره کوي.

په ایران کي بیا د ایران د صحت عامې وزارت په حواله د یوې ورځي په جریان کي ددغه ویروس څخه ۱۲۲ نور کسان او په دې ډول سره مجموعأ ۱۹۳۴ کسان مړه سوي دي. تایید سوي پيښي ۲۴۸۱۱ ته لوړي سوي دي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې په لار کي قبرس نور سخت اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي، د کوم پر اساس چي د خلکو پر تګ راتګ باندی سخت بندیز لګول کیږي. د نوو مقرراتو پراساس خلک یوازي په هغه صورت کي له کورونو څخه راوتلی سي، چي مجبوره وي خوراکي مواد رانیسي، ډاکټر، درملتون یا سپورټ ته ولاړ سي او یا هم سپیان دباندي راباسی . هغه کسان چي له کورونو څخه خپل کارونه تنظیمولای سی هم باید په کورو کي پاته سي.

تر اوسه پوري یوازي د قبرس په جنوب کي د کرونا ۱۱۶ پيښي ثبت سوي دي. د قبرس په ترکي برخه کي د رسمي ارقامو پراساس تر اوسه پوري ۴۰ کسان په هغه باندي اخته سوي دي.

هندوستان خپل قیودات پراخ کړل او هغه هم د ۳۶ ایالتونو څخه په ۳۲ کي. دا خبره حکومت د تويتر له لاري کړې ده. د دغو تدابیرو او نوو مقرراتو سره نو اوس یو ميلیارډ انسانان مخامخ دي.

په پاته نورو ایالتو کي تر یوه حده پوري محدود قیودات نافذ دي. د هندوستان د صحت عامې وزارت په حواله تر اوسه پوري ۴۸۲ تنه په کرونا اخته سوي دي، چي ۷۵ کسان یې یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي وه. نهه انسان ورڅخه مړه سوي دي.

د جرمني د نورد راین ویستفالن ایالت غواړي چي د ایټالیا په کرونا اخته لس مریضان په خپلو روغتونو کي معالجه کړي. د دغه ایالت صدراعظم همدارانګه اعلان وکړ، چي د هالنډ او بلجیم سره سرحدونه به خلاصه پاته سي.

له بلي خوا بيا المان ته راوړنکي ۶ ميليونه ماسکون ورک سوي دي. ويل سوي دي چي دغه ماسکونه د کینیا په یوه هوايي میدان کي ورک سوي دي. لاؤس د کرونا د لومړیو پيښو اعلان وکړ. دا د یوه هوټل کارکونکی او د ښار ښوولو یو خارجي لارښود ؤ.

تایلنډ له تیري پنجشنبې ورځي راهیسي اضراري حالت اعلان کړی دی. دا خبره د دغه هیواد صدراعظم پرایوت خانو شا په یوه ټلویزوني بیانیه کي وکړه. د دغو تدابیرو په جریان کي د خلګو څخه غوښتل سوي دي، چي په خپلو کورونو کي پاته سي.

د دغه هیواد په پایتخت بنکاک کي د اپریل میاشتي تر ۱۲ مي پوري ټوله مغازې او رستورانتونه بند دي. ټوله مکتبونه او نندارتونونه هم. په دغه هیواد کي د رسمي ارقامو پر اساس ۷۲۱ کسه په کرونا اخته سوي دي.

روسیې له ایټاليا سره خپل کومکونه ډیر کړل. د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي د کرونا د پیژندولو او ضد عفوني موادو او وسایلو بار درې طیارو یې روم ته پرواز کړی دی. روسیه له دې سره علاقه لري، چي د ایټالیا خراب صحي سیسټم د چپه کیدو څخه وساتي. چین او کیوبا هم دغه هیواد ته د ډاکټرانو او ساینس پوهانو ټیمونه لیږلي دي.

په ۶۴۰۰۰ ثبت سوو پيښو او تر ۶۰۰۰ اضافه کسانو په مړه کیدو سره په دغه هیواد کي د دنیا تر بل هیواد د کرونا ډیري واقعې موجودي دي.

زموږ له آرشیف څخه: