1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا واکسين خطرونه او جانبي عوارض

۱۳۹۹ دی ۱۶, سه‌شنبه

آيا په چټکۍ سره د کرونا واکسين جوړيدل واقعاً اطميناني دي؟ د هغه په مقابل کي به د بدن عکس العمل څه وي؟ او کوم جانبي عوارض به ولري؟

https://p.dw.com/p/3nWX1
Corona Impfstoff Pfizer
انځور: Robin Utrecht/picture alliance

په ټوله نړۍ کي خلک د کرونا ويروس پر وړاندي ژر تر ژره واکسين ته هيله مند دي. په عين وخت کي ډير کسان زړه نازړه هم دي، دا ځکه چي له يوې خوا غواړي ځانونه له دغه ويروس څخه وساتي او له بلي خوا د هغه له ممکنه جانبي عوارضو څخه هم په انديښنه کي دي. هغوی په دې فکر کي دي چي آيا په چټکۍ سره توليد سوی واکسين به واقعاً اطميناني وي او که څنګه. د هغه کوم جانبي عوارض به معمولي وي؟ آيا دغه واکسين ولګوم او که څنګه؟

واکسين ته د بدن معمولي عکس العملونه

دا عادي ده چي د يوه واکسين تر لګيدو وروسته مشخص عکس العملونه رامنځته کيږي. د ستني لګولو ځای سور کيږي، پړسيږي او يا هم درد کوي. همدارنګه تر واکسين لګولو وروسته تر درو ورځو پوري، تبه، کهالي، د بدن او سر دردونه  يوه غيرمعمولي خبره نه ده.

د واکسين په مقابل کي عادي عکس العملونه زياتره په آسانۍ سره تيريږي. د عکس العمل ښودل په دې معني ده چي د بدن انتي باډي سيستم فعاله کيږي او د ويروس پر وړاندي مقاومت ښکاره کوي.

ډير کم جدي عوارض

د عادي عکس العملونو تر څنګ په ځينو مواردو کي جدي يا غير عادي عکس العملونه هم رامنځته کيدای سي. خو هغه استثتايي دي.

Covid-19 Impfung "Moderna", Symbolbild
انځور: Dado Ruvic/Reuters

په مجموعي ډول د اروپايي ټولني د درمل جوړولو آژانس او نړيوال روغتيايي سازمان له خوا، اجازه ورکړل سوي واکسيونونه ډاډمن دي.

د بيونتيک – فايزر د واکسين جانبي عوارض

د آلمان د بيونتيک او امريکا فايزر شرکت په ګډه جوړ سوي واکسين په لګولو سره، تر اوسه جدي جانبي عوارض نه دي رامنځته سوي. د هغه معمولي علايم لکه تبه، د سر درد او کهالي، په زړو کسانو کي ډير ساده او کمزوري تير سوي دي.

له هغه راهيسي چي نوموړی واکسين پيل سوی ډيرو لږو کسانو يې په وړاندي جدي حساسيت ښودلی دی. په امريکا متحده ايالاتو کي يوه کس ته نفس تنګي او د بدن د پوست سوروالی پيدا سو. له همدې کبله په بريتانيا کي د حساسيت لرونکو کسانو له پاره دغه واکسين منع اعلان سو.

Polen Firmen arbeiten am Coronavirus Impfstoff
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Porzycki

د موډرنا واکسين خطرونه او جانبي عوارض

د امريکايي شرکت له خوا توليد سوی د موډرنا په نوم واکسين هم د بيونتيک فايزر واکسين ته ډير ورته دی. د هغه د توليدکوونکي شرکت په حواله، دغه واکسين د کلينيکي آزموينو پر وخت ښه نتيجه ورکړې ده. د هغه په مقابل کي عکس العمل ډير کم او يا هم د لنډ وخت له پاره ښکاره سوی. خو په ځينو مواردو کي د ستړيا علايم ليدل سوي دي.

ډيرو لږو کسانو يې په مقابل کي حساسيت ښودلي او يا يې هم د مخ عضلات فلج سوي دي. خو دا چي دا ډول علايم به واقعاً د نوموړي واکسين سره اړه ولري، تر اوسه لا معلومه نه ده.

د آسترا زنکا واکسين خطرونه او جانبي عوارض

د بريتانوي – سويډني شرکت له خوا توليد سوی واکسين، آسترا زنکا بيا په سپتمبر کي د کلينيکي آزموينو پر وخت شورماشور رامنځته کړ. دا ځکه چي يو کس تر واکسين لگولو وروسته د ملا د عصبي رشتو په التهاب اخته سو. د دغه واکسين لګول تر هغه وخته په ټپه ودريد کله چي د کارپوهانو يوه خپلواک تيم دا معلومه کړه چي دغه ډول التهاب، د نوموړي واکسين د لګولو سره هيڅ ارتباط نه درلود.

د آسترا زنکا د واکسين لګولو پر وخت هم ځيني معمولي علايم لکه د سر او عضلاتو دردونه او يا هم ستړيا او کسالت رامنځته کيږي. دلته هم په زړو کسانو کي نوموړي علايم لږ او کمزوري ول.

آيا سړی بايد د واکسين لګولو خطرونو ته غاړه کښيږدي؟

دا د هر سړي په انفرادي پريکړي پوري اړه لري. پوښتنه داده چي آيا زما له پاره دا خبره مهمه ده چي د واکسين په لګولو سره نه يوازي خپل ځان له ويروس څخه وساتم، بلکي نور هم او آيا غواړم چي ژوند بيرته عادي حالت ته راوګرځي؟ او که زما له پاره يې تر ګټي تاوان ډير دی؟

د يادو واکسينونو تر اوسه پوري معلوم جانبي عوارض او خطرونه د تيرو څو مياشتو خبره ده خو د راتلونکي اوږدمهال له پاره بيا هم، هر څه نامعلوم دي. دقيقه نتيجه به هغه وخت تر لاسه سي کله چي په ټوله نړۍ کي د اوږد وخت له پاره پلټني ترسره سي او هغه ته تر اجازه ورکولو وروسته، د نوموړي واکسين لګول دوام پيدا کړي.

الکسندر فرویند/ګ پ/ ن ز

زموږ له آرشیف څخه: