1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا لومړۍ پيښه او په هرات کې د بیړني وضعیت اعلان

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

د افغانستان روغتیا وزارت په هرات کې بیړنې حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې دغه ولایت ته دې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. خلک د ګڼې ګوڼې په ځایونو او په ځانګړي توګه د واده او فاتحې په مراسمو کې له ګډون کولو څخه منع شوي.

https://p.dw.com/p/3YHdy
Coronavirus China Wuhan medizinisches Personal arbeitet im Labor
انځور: Imago Images/Xinhua

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۲۴ نیټه) په دغه هیواد کې د کرونا ویروس لومړۍ پيښه تائید کړه. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې په هرات کې پر دې ویروس له دریو شکمنو اخته کسانو څخه یو یې د کرونا پر ویروس اخته دی. نوموړي وزارت د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې په هرات ولایت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

فیروز الدین له خلکو وغوښتل چې هرات ته دې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي: «د هرات ولایت له ټولو اوسیدونکو غواړو چې نورو ولایتونو ته دې له غیر ضروري سفرونو او له نورو ولایتونو څخه هرات ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.» نوموړي له هوایې او ځمکنیو ترانسپورتي شرکتونو څخه وغوښتل چې هرات ولایت ته دې خپل سفرونه محدود کړي.

دا چې افغانستان د کمزوري روغتیایي سیستم درلودونکی دی، نو د نورو هیوادونو په پرتله د زیانمنیدو کچه یې هم لوړه ده. د روغتیا وزارت د مدني ټولنې له غړو، ديني عالمانو او رسنیو څخه د عامه پوهاوي د زیاتولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د روغتیا وزارت د بیړني وضعیت په اعلانولو سره د هرات ولایت د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د خلکو پر حضور بندیز لګولی دی. نوموړي وزارت له خلکو غوښتي دي چې د واده تالارونو، د فاتحې مراسم، عمومي حمامونو، د اوبو حوضونو، او ورزشي کلپونو په څیر عامه ځایونو ته دې له ورتګ څخه ډډه وکړي.

افغانستان وروسته له هغې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو لومړۍ پيښه ثبتوي چې مخکې تر دې په ګاونډي هیواد ایران کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو په لسګونو او پر دې ویروس د اخته کسانو د ۱۲ تنو د مړه کیدو خبر ورکړل شو. په ایران کې د لومړي ځل له پاره په قم ښار کې دې ویروس تلفات درلودل.

Afghanistan Coronavirus Flughafen Kabul
انځور: د کابل په هوایې ډګر کې د یو تن معاینهانځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

افغانان په پراخه پيمانه ایران ته کاري او سیاحتي سفرونه لري. افغانستان له دغه ویروس څخه د مخنوي په خاطر له ایران سره خپلې پولې په مؤقتي ډول تړلي دي. افغان چارواکو ویلي دي چې یوازې په یوه میاشت کې شاوخوا زرو کسانو د ایران قم ښار ته سفر کړی دی.

د روغتیا وزارت له هغو کسانو څخه چې یو میاشت مخکې یې ایران ته سفر کړی او بیرته ستانه شوي غوښتي دي چې ځانونه دې قرنطين کړي او له کوره دې دباندې نه وځي. د روغتیا وزارت ټینګار کړی دی چې دغو کسانو څخه که هر یو یې تبه ولري د ۱۶۶ شمیرې سره دې اړيکه ونیسي.

لاس ورکول او مخ ښکولول له یو تن څخه بل ته د کرونا ویروس د خپریدو تر ټولو مهمه لار بلل شوې ده. د افغانستان د روغتیا وزارت له خلکو غوښتي دي چې له لاس ورکولو، غیږ کې نیولو او مخ ښکولولو څخه دې ډډه وکړي او هره ورځ دې خپل لاسونه له ۲۰ څخه تر ۳۰ وارې پر اوبو او صابون پریمنځي.

خو پر دې سربیره هم فیروز الدین فیروز خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې پر دې ویروس د اخته کسانو ۸۰ سلنه یې بیرته روغ او رمټ کیږي او یوازې ۲ تر ۳ سلنه خلک د دې ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په داسې حال کې چې افغانستان له ایران سره خپلې ځمکنۍ او هوایې لارې تړلي دي د روغتیا وزارت وایي چې په هرات کې د بیړني وضعیت په اعلانولو سره به د دواړو هیوادونو په سوداګرۍ کې کوم خلل رامنځته نه شي: «سوداګرو ته ډاډ ورکوو چې د سوداګریزو مالونو درولو ته اړتیا نشته او تجارت به په نورمال ډول دوام پيدا کوي.»

همداشان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ د پراخیدو د مخنيوي له پاره د پراخو تدابیرو خبر ورکړی دی او ویلي یي دي چې د هرات په روغتون کې یې ۸۰ بستره رامنځته کړي دي او دغه ظرفیت به لا زیات کړي.

دویچه ویله: ش. ا/ش.ن/ س.ر