1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د علاج په برخه کې ډېر ژر د لوی پرمختګ تمه کیږي

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

سائنس پوهان د کرونا د درملنې په برخه کې د بدن د دفاعي سیستم د پاوړې کولو د علاج طریقې په هکله ډیر هیله مند دي. په دې اړه بریتانوي ورځپاڼې «ګارډین» لیکلي دي چې د دې مرض د علاج په برخه کې ډیر ژر د پرمختګ تمه کیدای شي.

https://p.dw.com/p/3dQ0j
Großbritannien Virus Outbreak Impfung Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP Photo/University of Oxford

د بریتانوي/ سویډني درمل جوړونکي کمپنۍ «استرازینیکا» په حواله، که د کرونا پر ویروس اخته کسانو ته د تشخیص په ابتدایي ورځو کې د «کلونډ انټي باډیز» يا د دوو مختلفو انټي باډي يوځای پيچکاري یا واکسین تطبیق شي، نو دا د ناروغ په جوړیدو کې اغیزمن ثابتیدلی شي.

د کمپنۍ اجرایوي مشر پاسکل سوریوت، دغې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دوو مختلفو ډولونو انټي باډي موادو په یوځای کولو سره د درملنې پر یوې نوې طریقې کار روان دی. د هغه په خبره که د ناروغ بدن له یوه ډول انټي باډي سره غبرګون ښکاره کړي، نو سره له دې هم دویم ډول انټي باډي اغیزمن پاتې کیږي او په دې ترتیب سره د دا ډول درملنې طریقې د اغیزمنتوب امکان زیات دی.

پاسکل سوریوت، وویل چې د واکسین په پرتله د انټي باډي په وسیله درملنه ډیر په لوړه بیه تمامیږي، نو له همدې امله به دا طریقه د پاخه عمر درلودونکو او هغو کسانو د درملنې له پاره وکارول شي چې لا پخوا نورې روغتیایي ستونزې ولري او وضعه یې ډیره خرابه وي.

د کووید-۱۹ له پاره د واکسین جوړولو کار تر کوم ځایه رسیدلی؟

د «استرازینیکا» د درمل جوړونې کمپنۍ په پراخه پيمانه د یوه داسې واکسین د جوړونې کار هم پیل کړی دی چې د بریتانیې د اکسفورډ پوهنتون تر څیړنې لاندې دی.

Logo des Pharmakonzerns AstraZenica
انځور: Andrew Yates/AFP/Getty Images

په ابتدایي مرحله کې به دوه میلیارده واکسینونه جوړ کړای شي او په دې برخه کې له مختلفو کمپنیو سره د مشراکت لړۍ روانه ده. البته تر اوسه پورې نهایي شوې نه ده چې دا واکسین د کووید-۱۹ پر ضد اغیزمن ثابتیدلی شي. خو کمپنۍ په دې هڅه کې ده چې پر انسانانو د روانو ازمایشونو تر بریالیتوب او اړونده ادارو تر ممکنه منظورۍ وروسته، واکسین په عاجل ډول خلکو ته عرضه کړل شي. له همدې امله تر وروستیو پایلو او منظورۍ مخکې لا په پراخه پيمانه یي د تولید چارې روانې دي.

د درملنې نورې طریقې

په همدې منځ کې د کرونا ویروس د درملنې په برخه کې ځينې نورې دواګانې هم اغیزمنې ثابتې شوي دي. د «کیلکوئینس» په نوم د «استرازینیکا» کمپنۍ درمل چې په اصل کې د سرطان ناروغۍ د درملنې له پاره جوړ شوي وو، په ممکنه ډول د کووید-۱۹ ناروغانو د درملنې له پاره اغیزمن ثاتیږي.

په دې ارتباط تر سره شویو ابتدایي آزموينو کې ۱۱ تنه داسې شدیدو ناروغانو ته دغه درمل ورکړل شول. دوی ټولو مصنوعي اکسیجن ته اړتیا درلوده، خو د «کیلکوئینس» درمل تر استعمال وروسته په بشپړ ډول روغ شول.

دویچه ویله اردو: ش.ن/ ب. ص