1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کروشيا پوليسو د افغانانو په ګډون ۱۳ قاچاقبران نيولي

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

د کروشيا پوليسو د دوو افغانانو په ګډون ۱۳ کسان نيولي دي. پر نيول شوو کسانو تور دی چې د مختلفو هيوادونو مهاجر يې په غيرقانوني توګه د بالکان له لارې د لويديځې اروپا هيوادونو ته رسول.

https://p.dw.com/p/39lPl
Bosnien-Herzegowina Velika Kladusa Auseinandersetzungen von Migranten und Polizei an der Grenze zu Kroatien
د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/E. Barukcic

د کروشيا پوليسو خبريالانو ته ويلي دي چې دوی د داسې يوه قاچاقبر د نيولو په هڅه کې دي چې ۱۱۹ تنه مهاجر يې په غيرقانوني توګه د کروشيا له لارې نورو اروپايي هيوادونو ته رسولي دي.

د دغه قاچاقبر په اړه ويل شوي دي چې هغه دغه ۱۱۹ کسان د جولاي او اکتوبر مياشتو تر منځ لويديځې اروپا ته رسولي دي.

د نيول شوو کسانو په اړه په يوې اعلاميه کې ويل شوي، چې په ۱۳ نيول شوو کسانو کې يو يې پاکستانی دی چې تر دې مخکې يې په خپله هم په کروشيا کې د پناه غوښتنه کړې ده. په دې ډله کې دوه نور يې افغانان دي او پاتې نور يې کروشيايان دي.

پوليس وايي دغو کسانو د کروشيا له لارې لويديځې اروپا ته د رسولو په بدل کې د هر مهاجر څخه ۱۰۰۰ يورو اخيستي دي. په دې ترتيب دغې ډلې تر اوسه پورې ۶۴ زره يورو ترلاسه کړي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې حاضردمه د افغانستان، پاکستان، افريقا او منځني ختيځ څخه راغلي په زرونو مهاجر د بالکان سيمې هيوادونو کې بند پاتې دي. دوی په دې هڅه کې دي چې له هرې ممکنې لارې ځانونه د لويديځې اروپا هيوادونو ته ورسوي. خو د شتمنو اروپايي هيوادونو له خوا پر پولو د کنترول ډيريدل دغو مهاجرو ته د مخکې تللو شرايط تر نهايي حده سخت او حتی ناشوني کړي دي.

د بوسنيا په يوه کمپ کې ميشت افغان مهاجر سبحان الله زنداني دويچه وله ته وويل چې شاوخوا درې کاله کيږي چې د بالکان سيمې هيوادونو په کمپونو کې سخت ژوند تيروي. هغه وويل تر هغې يې چې د خپلې خوښې هيواد ته نه وي رسيدلی د کمپونو سخت ژوند به وزغمي او له دې دريځه به نه په شا کيږي.

د رپوټونو پر اساس، له سختو لارو اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال هر کال ډير شمير انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: