1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کجکي اوسیدونکي: نه ښوونځي او نه هم کلينيکونه لرو

۱۳۸۹ اسفند ۵, پنجشنبه

د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ خلک وايي، دولت دي امنيت ټنګ كړي كلينيك دي راته جوړ كړي او د كلونو راهسي د دوی تړل سوي ښوونځي دي بيرته پرانيزي.

https://p.dw.com/p/R3vl
د هلمند قومي مشران
د هلمند قومي مشرانانځور: DW

په هلمندولايت كي دولتي چارواكو په داسي حال كي په كجكي ولسوالۍ كي د ښه دولت دارۍ لپاره هلي ځلي پيل كړي دي چي د اوسيدونكو په وينا يي هيڅ هم نه لري.

خلك وايي په كجكي كي امنيت نسته ،روغتيا يي خدماتوته لاس رسى نه لري او ماشومان يي هره ورځ بيله ښوونځي پركور تيروي.

كجكي ولسوالي د هلمند ولايت په شمال كي خورا له مهيمو ولسواليو څخه ده ،په دي ولسوالۍ كي د كجكي په نوم پرستر ډم باندي دبرښنا لوى بند د هلمند د يو شمير ولسواليو او مركز تر څنګ كندهار ولايت ته هم ډيره بريښنا وركوي.

خلك وايي په كجكي ولسوالۍ كي ناامنى هم د بيا رغوني مخه نيولی او هم د كلونو راهسي په كي ښوونځي لاك او مهردي.

د كجكي ولسوالي خلك چي د مركز لښكرګاه څخه نږدې اتيا كيلومتره ليري ژوند كوي هيڅ ډول روغتيايي خدماتو ته لاس رسى نه لري.

دوی دهغه ډاكترانو دنه مسلكيتوب په اړه شكايت كوي چي اوس مهال په هغه ولسوالې كي دوا پلوري.

كه څه هم د عامي روغتيا د رياست له لوري په كجكي ولسوالۍ كي د لومړنيو مرستو يو كلينيك سته. خو خلك وايي په كلينيك كي يي د مريضانو ښه نه كيږي او اكثره وخت يي ناروغان لښكرګاه ته تر رسيدو مخكي ساه وركوي.

د كجكي ولسوال ملا شراف لدين وايي د هلمند كجكي ولسوالي ته نه دولت او نه هم ايساف ځواكونو پوره توجه كړې ده.

هغه وويل بيا رغاونه نسته ،امنيت د ورځي نه بلي ته خرابيږي او په ولسوالۍ كي د مودو راهسي ښوونځي تړلي دي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل