+++د کتالونيا د ټولپوښتنې شېبه په شېبه راپور+++
۱۳۹۶ مهر ۹, یکشنبهد سيمې په اوو بجو ۲۰ دقيقو
ليام فاکس، د بريتانيا د سوداګرۍ وزير، د کتالونيا د تاوتريخوالي پېښې وغندلې. هغه دا هم ويلي دي چې د کتالونيا د خپلواکۍ په سر ټولپوښتنه د هسپانيا له پاره يوه مهمه موضوع ده.
د سيمې په شپږو بجو ۵۲ دقيقو
د کتالونيا د سيمه يز حکومت وياند وويل چې د هسپانيې حکومت بايد د نړيوالو محکمو په وړاندې د هغه تاوتريخوالي له کبله ځواب ووايي چې د رفرنډم په ترڅ يې ورڅخه کار اخيستی وو.
د سيمې په شپږو بجو ۴۴ دقيقو
ليونل مېسي دوه ګوله ووهل چې په دې سره بارسلونا د لاس پالماس د فوټبال ډله ۳:۰ ماته کړه. بارسلونا اصلا غوښتي وو چې دغه لوبه دې د ټولپوښتنې له کبله شا ته شي، خو د هسپانيې د فوټبال ليګ دغه غوښتنه رد کړې وه. له دې کبله لوبه د فوټبال په تقريبا تش لوبغالي کې تر سره شوه.
د سيمې په پنځو بجو ۵۵ دقيقو
د کتالونيا سترې محکمې ويلي دي چې د رايه ورکولو د مرکزونو په تړلو کې د پوليسو له خوا د تخلفاتو په اړه ورته ډېر زيات شکايتونه رسېدلي دي.
د سيمې په پنځو بجو ۳۰ دقيقو
د کتالونيا د روغتيا د وزارت په حواله د خپلواکۍ په سر په ناندرئيزه ټولپوښتنه کې د ژوبل شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ۴۶۵ تنو ته ختلی دی. پر اړونده کسانو باندې غږ شوی دی چې د هسپانيې د دولتي پوليسو په هکله دې د کتالونيا سيمه يزو پوليسو ته شکايت او د هسپانيې د پوليسو يا ګارديا سيويل په وړاندې حقوقي دعوا دې هم وکړي.
د سيمې په پنځو بجو ۷ دقيقو
د هسپانيې د کورنيو چارو وزير وويل چې د رايه ورکولو ۹۲ مرکزونه په کتالونيا کې د پوليسو له خوا تړل شوي دي.
د سيمې په څلورو بجو ۴۶ دقيقو
د بارسلونا ښاروالې، ادا کولاو، وويل چې د رفرنډم په ترڅ کې ۴۶۰ کسان ژوبل شوي دي. هغې له پوليسو څخه غوښتنه وکړه چې د «بې دفاع» ولس په وړاندې دې نور اقدام نه کوي.
د سیمې په څلورو بجو ۳۹ دقيقو
د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ، د هسپانيې په کتالونيا سيمه کې پر دواړو غاړو غږ کړی چې خبرې اترې او ديالوګ دې وکړي. د اروپايي ټولنې د پارلمان پخواني رئيس شولڅ د تويتر د لارې وليکل: «مادريد او بارسلونا بايد سمدلاسه تاوتريخوالی راکم او ديالوګ پيل کړي.»
د سيمې په څلورو بجو ۱۶ دقيقو
د اروپا زرغون ګوند وايي چې په کتالونيا کې د رايه ورکوونکو په وړاندې د پوليسو ماموريت د هسپانيې د صدراعظم ماريانو راخوي له خوا لويه اشتباه ده. د هغوی په خبره بايد دواړه لوري د خبرو اترو مېز ته سره کښېني او د اروپايي ټولنې کميسيون بايد د هغوی تر منځ منځګړيتوب وکړي.
د سيمې په دوو بجو ۵۰ دقيقو
د هسپانيې د کورنيو چارو مرستيالې، ثريا باېنز دې سانتاماريا، د هسپانوي پوليسو تدابير وستايل. هغې خبريالانو ته وويل چې د کتالونيا د سيمه يزې ادارې «بشپړه بې مسووليتي» چې دغه ټولپوښتنه يې راغوښتې ده، د هسپانيې د امنيتي ځواکونو د مسلکيتوب له خوا بېرته رفع شوې ده.
د سيمې په دوو بجو ۴۶ دقيقو
د کتالونيا د مظاهرو په ترڅ کې د پوليسو يولس افسران ژوبل شوي دي. دغه مطلب د هسپانيې د کورنيو چارو د وزارت له خوا وروسته له هغه خپور شو چې د کتالونيا د روغتيا ادارې ويلي وو چې ۳۸ مظاهره کوونکي د پوليسو له خوا ټپيان شوي وو. داسې ويل کيږي چې د دغې پېښې نهه تنه ټپيان په روغتون کې بستر شوي دي.
د سيمې په دولس بجو ۵۸ دقيقو
د کتالونيا د روغتيا دپارتمنت وايي چې د ۳۳۷ کسانو درملنه وروسته له هغه وشوه چې هغوی له پوليسو سره د کتالونيا د ټولپوښتنې په ترڅ کې ونښتل.
د سيمې په دولس بجو ۵۶ دقيقو
ژغورونکې ډلې وايي چې د کتالونيا د ټولپوښتنې په ترڅ کې د نښتو له کبله لږ تر لږه ۹۱ انسانان ژوبل شوي دي.