1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانگرس پر غړيو د لفظي بريد له کبله پر ترمپ نیوکې

۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ په کانگرس کې د ديموکرات گوند ښځينه تور پوستو استازو ته ويلي دي چې له کوم ځای چې راغلي هلته دې بيرته ستنې شي. خو هغه درې ښځې چې د ترمپ هدف وې، په امريکا کې زيږيدلی او را لوي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3M4uD
USA Washington Donald Trump
انځور: picture-alliance/Captital Pictures/MPI/RS

د ديموکرات گوند استازو ولسمشر دونالد ترمپ په يوه خوله تر هغه وروسته راسست بللی چې د کانگرس يو ډله ښځو ته يې ويلي ول چې هغوی دې «هغه جنایت ځپلو سېمو ته بيرته ستنې شي چې ترې راغلي دي.»

که څه هم چې ترمپ د هغه چا نومونه نه دي اخيستي چې د هغه هدف وې خو پېغام یې يقيناً چې اليکساندره اوکاسيو ـ کورديڅ، الهان عمر، ايانا پريسلې او رشيده طليب ته متوجه وو. دغه تازه ټاکل شوې ديموکراتانې د ترمپ پر تگلارو د انتقاد له پاره شهرت لري.

د کانگرس وياندې نینسي پلوسي چې په استازو مجلس کې د ديموکرات گوند يوه مخکښه او پياوړې استازې ده، د تويتر له لارې ويلي چې ترمپ دغه تبصره دا په کلکه جوتوي چې هغه «تل په دې هڅه کې دی چې امريکا يو وار بيا سپینه کړي.»

اوکاسيو - کورديڅ وويل چې هغه امريکايي ده او د دې هېواد سره د فادارۍ بیعت یې کړی دی. نوموړې زياته کړه چې ولسمشر د داسې يوې امريکا «تصور نه شي کولی چې موږ پکښې شامل اوسو.»

عمر، پريسلې، طليب او په لسونو نورو ديموکراتانو، د گوند مشرانو او ولسمشرۍ ته نوماندانو د تويتر له لارې په جلا جلا پېغامونو کې د ترمپ دغه څرگندونې غندلي او نوموړی یې نژاد پرست او پردی ضد بللی.

د جمهوري غوښتونکي گوند استازي زياتره یې پر دې موضوع چپ دي.

د ترمپ له خوا د په نخښه شويو څخه یې درې ښځې يعني اوکاسيوـ کوريڅ، پريسلې او طليب په امريکا کې زيږيدلي او هملته را لوې شوي دي. الهان عمر بيا په سوماليا کې زيږیدلی او د دولسو کلونو په عمر امريکا ته تللې وه.

ترمپ ولسمشر ته د نوماندۍ او بيا وروسته د ولسمشرۍ په دوره کې هم په وار وار سره په توکمپالنه تورن شوی. هغه له ۲۰۱۵م کال راهيسې دغه ډول څرگندونې کوي. هغه ويلي ول چې ډېر مکسيکويان «جنسي تيری کوونکي» دي او د مکسيکو له خوا د مهاجرو راتگ یې «يرغل» بللی وو.

هغه همدا راز د ويرجينيا په چارلتويل کې د سپین پوستو په مظاهره کې گډون کوونکي «ښه خلک» بللي ول.

bs/nz (AP, AFP)