1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کال غوره عکس کې يوه سړي اور اخيستی

۱۳۹۷ فروردین ۲۶, یکشنبه

د هالنډ په امستردم ښار کې د عکس اخيستونکو ژورناليستانو له پاره تر ټولو مهمه جايزه سږ کال په ۶۱مې پلا ورکړل شوه. د کال د غوره عکس جايزه په دې کال کې د وينزويلا يوه عکاس، رونالدو شېميد، تر لاسه کړه.

https://p.dw.com/p/2w4V5
ACHTUNG SPERRFRIST 22.30 UHR  Winner World Press Photo 2018 Spot News
انځور: Ronaldo Schemidt, Agence France-Presse

د نړيوالو رسنيو د انځور جايزه سږ کال هغه انځور وګټله چې د «وينزويلا کړکېچ» په نوم نومول شوی دی. دغه عکس تېر کال په کاراکاس کې د سړک په سر د نښتو پر وخت اخيستل شوی دی. په دغه عکس کې يو ۲۸ کلن مظاهره کوونکی، خوزې ويکتور سلزار بالزا، ليدل کيږي چې هغه مهال يې اور واخيست چې يې د موټر سايکل د ګازو ټانکۍ وچاودله. هغه ته سخت ټپونه واوښتل، خو نوموړی ژوندی پاته شو. بالزا د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د قدرت په سر د کشماکشونو يو قرباني دی چې د دغو آخ و ډبونو له کبله دغه هېواد له پراخې ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی.
 

«يو ډېر سمبوليک عکس»

«د کال غوره عکس بايد يوه مهمه کيسه راونغاړي او په خلکو کې پوښتنې راپورته کړي»، دغه استدلال ماګدالېنا هېرېرا وکړ، چې د «ژېو فرانس» د عکسونو د برخې مشره او سږ کال د رسنيزو عکسونو د نړيوالې سيالۍ د ژوري مشره هم ده. د هغې په خبره د شېميد عکس ډېره کلاسيکه بڼه لري، خو په عين وخت ډېر پُر شوره او له انرژۍ ډک هم دی. د هغې په وينا «رنګونه، حرکت او د عکس جوړښت يې قوت وربخښي او سمدلاسه د خلکو احساسات راپاروي.» د «نېشنل جيوګرافيک» د مجلې له خوا د ژوري غړي، ويتني جونسن، د انځور پر سمبوليک اړخ ټينګار وکړ. په خبره يې نه يوازې دغه سړي اور اخيستی دی، بلکې ټوله وينزويلا د اور په لمبو کې سوځي. په سږنۍ سيالۍ کې ۴۵۴۸ عکسانو له ۱۲۵ هېوادونو څخه ګډون وکړ. ژوري هم په آسانۍ سره عکس غوره نه کړ ځکه چې له ۷۳ زرو او ۴۴ عکسونو څخه يې بايد غوره انځور غوره کړی وای.
 

د نړيوالو تماشاچيانو لپاره د عکسونو اخيستل

د دغو سياليو اصلي جايزه چې لس زره يورو ورسره تړلې دي، د ۱۹۵۵ م کال راهيسې په نيدرلند يا هالنډ کې ورکول کيږي. هغه د داسې هالنډي عکسانو له خوا رامنځ ته شوې ده چې غوښتل يې خپل عکسونه د نړيوالو تماشاچيانو په منځ کې مشهور کړي. په لومړي ځل د «نړيوال رسنيز عکس بنسټ» په اتو کټګوريو کې وروستۍ سيالۍ ته غوره شوي کانديدان سږ کال د جايزې د ګټونکي تر اعلان دوه مياشتې د مخه معرفي کړل. د ژوري پلاوي د مشرې، ماګدالېنا هېرېرا، په خبره يې مقصد دا دی چې نه يوازې پر ګټونکي باندې تمرکز وشي، بلکې نورو عکسانو ته هم پاملرنه واوړي.
خو له بلې خوا کېدای شي هدف يې د ۲۰۱۳ کال په څېر د يوې رسوايۍ مخنيوی وي. هغه وخت د جايزې تر وېشلو وروسته څرګنده شوه چې د پاول هانسن له خوا په اخيستل شوي غوره انځور کې د فوتوشاپ په مرسته لاسوهنه شوې وه. دا د دغې سيالۍ او د رسنيزې عکاسۍ له اساسي معيارونو څخه سخته سرغړونه ده. خو په داسې حال کې چې د احتمالي ګټونکو انځورونه له وړاندې لا په ميليونو تماشاچيانو ته په اختيار کې ورکړل شي، د دې امکان زياتيږي چې د نړيوالې جايزې تر اعلان د مخه د درغليو او لاسوهنو څرک ولګيږي. د کال غوره عکسونه کال په کال د يوې بلې ژوري له خوا انتخابيږي چې ۱۹ تنه عکسان او د انځورونو ژورناليستان پکې ګډون لري. دغه جايزې په اتو کټګوريو کې وېشل کيږي چې له خبرونو نيولې تر طبيعت، چاپېريال او سپورټ پورې غځيږي.   

Niederlande Amsterdam: Blick auf die Stadt
د «نړيوال رسنيز عکس بنسټ» د ۱۹۵۵ م کال راهيسې دغه جايزه ورکويانځور: picture-alliance/DUMONT Bildarchiv/T. Linkel

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (13.04.2018):