د کارلس مارکس لوټ د خرڅلاو رکارډونه مات کړل
۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبهد ترير ښار د سيلانۍ او بازار موندنې د برخې کارکوونکی هانس آلبرت بېکر، وايي چې څه باندې سل زره دغسې لوټونه (بانک نوټونه) تر دې دمه خرڅ شوي دي. د صفر يورو په ارزښت دغه لوټ اوس ترير ښار ته ډېرې پيسې په لاس وروړي ځکه چې هر ځانګړی لوټ په درو يورو پلورل کيږي.
دغه بانکنوټونه چې د آلماني فيلسوف کار مارکس عکس ورباندې راغلی دی، اوس د نړۍ ټولو برخو ته هم رسېدلي دي، يعنې له آستراليا څخه نيولې تر سويلي امريکا پورې. بېکر د آلمان خبري اژانس ته وويل:«دغه لوټ ډېر زيات خرڅيږي. دا چې دغومره مينه به پيدا کړي، دې ته هيچا هم حساب نه وو کړی.»
دغه بنفش رنګه د صفر يورو لوټ چې د يوه اصلي بانکنوټ په څېر له ځانګړي کاغذ څخه جوړ شوی او نور ځانګړي علايم هم لري، په تېره په آسيا کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. د بېکر په خبره يوازې چين ته به تقريبا ۲۵ زره تر ۳۰ زره پورې دغسې لوټونه استول شوي وي.
د ترير ښار د مارکس په نشه کې ډوب دی
د سوسياليزم او کمونيزم د مفکورو بنسټ ايښودونکی کارل مارکس چې پر پانګوال يا سرمايه دارۍ سيستم باندې يې کلکې نيوکې کولې، د ۱۸۱۸ کال د می په ۵مه نېټه د آلمان په ترير ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې. د هغه د ۲۰۰ مې کليزې په مناسبت اوس په ترير کې د کارل مارکس په اړه ډېر هيجان موجود دی. د ښار په هره څنډه کې داسې شيان خرڅیږي چې د ده عکس ورباندې راغلی وي: له پيالې څخه نيولې تر هغسې يوه مقناطيسه پورې چې په يخچال باندې نښلول کيږي. خو تر ټولو محبوب څيز چې ډېر مينه وال يې پيدا کړي دي، د صفر يورو همدغه لوټ دی.
زموږ له ارشیف څخه: