1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کار لرونکو مهاجرو د اقامې حق رد شو

۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان په پارلمان کې د مسيحي سوسیال گوند د ایالتي اړخ ډلې د مسيحي ديموکرات او سوسیال ديموکرات ګوندونو له لوري د کار لرنکو پناه غوښتونکو له پاره د اقامې د حق غوښتنه په ښکاره ډول رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/34H54
Deutschland Frankfurt - Ausbildung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د آلمان په پارلمان کې د مسيحي سوسیال گوند د ایالتي ډلې په نهايي سند کې په دې هکله راغلي چې موږ د رد شوو مهاجرو له پاره د کرښې بدلون  یا «Spurwechsel» په نامه کړنلاره رد وو، ځکه چې په دې ترتیب سره آلمان ته د ناقانونه مهاجرت له پاره نورې انګیزې زیږول کیږي.

په دغه سند کې چې د «پاساور نوین پریسه» په نامه د یوې ځايي رسنۍ په اختیار کې دی، همدا راز راغلي دي چې ټاکل شوې دغه سند د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ د آلمان د برادنبورګ ایالت په «نویهاردنبرګ» ښار کې د د دې ګوند په کنفرانس کې تصویب شي.

د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې د مسيحي سوسیال ګوند ایالتي اړخ په دې سند سره د سوسیال ديموکراتانو هغه غوښتنه هم رد کړې ده چې د «کرښې د بدلون» فرصت دې یوازې هغو پناه غوښتونکو ته ورکړل شي چې له دې وړاندې آلمان ته راغلي دي.

د «کرښې بدلون» یا په آلماني اصطلاح "Spurwechsel" به داسې یو پیل وي چې پر اساس یې رد شوي پناه غوښتونکي د مسلکي کارګرو د قانون تر پوښښ لاندې راوستل شي. هغه مهاجر چې د آلمان په ټولنه کې په ښه توګه ادغام شوي وي، کولی شي چې په دې ترتیب سره په آلمان کې د پاتېدو له پاره مثبت راتلونکی هم ترلاسه کړي.

د دې وړاندیزونو په رد سره اوس د آلمان د حاکم ائتلاف ترمنځ د تازه اختلافاتو د رامنځ ته کیدو ویره موجوده ده. د سوسیال ديموکرات په نامه ګوند غواړي چې «د کرښې د بدلون» دغه کړنلاره د کارګرو مهاجرو په قانون کې تسجیل یا ثبت کړي. هغو پناه غوښتونکو ته د اقامې د حق د ورکولو وړاندیز چې دولدونګ «د اخراج د تعویق سند» نه لري خو کار کوي، مسيحي ديموکرات گوند يې ملاتړ کوي.

مسيحي سوسیال ګوند بیا غواړي چي د مهاجرت د بشري قوې د قانون له پاره چې اوسمهال تر لاس لاندې دی، پراخ خنډونه رامنځ ته کړي. د دې  ګوند په نهايي سند کې چې د ګوند د کنفرانس له پاره چمتو شوی دی، راغلي دي: «موږ نه شو کولی هرڅوک چې وغواړي زموږ هیواد ته راشي، هغوی دلته قبول کړو، بلکې موږ هغه کسان ټاکو چې [په آلمان کې] موږ ورته اړتیا لرو.»

په دې سند کې همدا راز ویل شوي دي چې په دې برخه کې یو اساسي ټکی په آلمان کې د کار د ځای شرایط دي، ځکه موږ د آلمان د کار بازار ته د وړ کسانو د مهاجرت غوښتونکي یوو، نه داسې مهاجرین چې په دې هیواد کې د کار د ادراې پر اوږو بار شي.

د دې هیواد د کورنیو چارو د وزیر هورست زیهوفر په وړاندیز شوې طرح کې د کار موندلو له پاره مهاجرت کول هم په نظر کې نیول شوي دي، داسې یوه موضوع چې د دغه ګوند ایالتي ډله یې په هکله کاملاً برعکس نظر لري.

زموږ له ارشيف څخه: